دلوبغاړو په اړه

دولټ ځدراڼ د کرکټ بورډ خلاف خپل غږ پورته کړ!

افغان کرکټ ملي لوبډلې تیز توپ اچوونکي دولت ځدراڼ د کرکټ بورډ پر مشرانو او غوراوي کمیټه تور پورې کړ چې له ما سره یې د مور او میرې چلند پیل کړی .
نوموړي نن په خپله رسمي فیسبوک پاڼه داسې لیکلي (( ما څه ګناه کړې؟

د کرکټ مینوالو په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشرانو له ماسره د مور او میرې چلند پیل کړی دی، له نړیوال جام راپه دې خوایې په مکمل سیالیو کې برخه رانکړه، زه روغ جوړ او فېټ یم، مسوولین راسره زیاتی کوي، د زمبابوې، بنګله دېش او ویسټ انډیز خلاف یې په یوې سیالې کې هم چانس رانکړ.

سلېکشن کمېټې ماسره زیاتی پیل کړی دی، یو شمېر کړیو او مافیا ډلې په خوښه زه په ټیم کې نه لوبېږم، زه د چټکو توپ اچوونکو په قطار کې تر ټولو لومړی یم چې سل ویکټې مې ترلاسه کړي دي، خو نن مجبور شوم، زړه مې درد کوي، کریکټ مو ورځ تر بلې خرابیږي،مشران مو په کریکټ نه پوهیږي، هغه څه کوي چې بل لور نه ورته ویل کېږي زه نن د خپل ځان او ځوانانو حق غواړم.

زه د بورډ د سلېکشن کمېټې له لوري ورځ تر بلې په تمه کېږم، زمونږ د سلېکشن کمېټې مشر د بل هېواد دی، هغه کرکټ بورډ ته مونږ ته په زاریو راځي، نو څنګه به ښه انتخاب وکړي؟

درنو مینوالو زه، مجبوره یم، پخوا لکه ورونه ټول لوبغاړي و، خو نن حالت بل ډول دي، زما مجبوریت درک کړئ، بس دی نور د کرکټ بورډ مشرانو ظلم نور د رغملو وړ نه دی.

زه څو ورځې وروسته په دې مسعله باندې له رسنیو سره په کابل کې خبرې کوم، او پر خپله رسمي پاڼه هم لایف راځم، تاسې له ماسره پاتې شئ،
مننه.

زه خپل ریښتین حق غواړم، او له حق دفاع کوم،
دولت ځدران ستاسې ورور.))
دا په داسې حال کې ده چې لوبډله هند ته د ایرلنډ سره د درې شل اوریزو لوبو لپاره تللې په دغې لوبډله کې دولت ځدراڼ ته چانس نه دی ورکړل شوی .
کرکټ بورډ هم تر اوسه د دولت ځدراڼ د دې غبرګون په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: خیرالله پرهر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې