نړیوال کریکټ

دتمیم ریکارډونه او د بنګله دیش بریا

زمبابوي لوبډله دیوي ټیسټ، درو یوورځنیو او دوو شل اوریزو لوبو لپاره بنګله دیش ته تللي. چي یواځنۍ ټیسټ لوبه بنګله دیش لوبډلي په یوه اننګز او ۱۰۶ منډو وګټل. لومړۍ یوورځنۍ لوبه هم بنګله دیش وګټل او نن ددي لړۍ دوهمه لوبه ترسره سول. چي بیاهم بنګله دیش لوبډلي زمبابوي ته په ۴ منډو ماته ورکړه. دلوبي پچه بنګله دیش وګټل او دتوپ وهني پریکړه یي وکړل. چي دپوره پنځوسو اورونو په لوبولو او د اتو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یي زمبابوي ته ۳۲۳ منډي هدف کیښود. بنګله دیش ته پیلونکي تمیم اقبال ۱۵۸، لوبډل مشر مشفق الرحیم ۵۵ او محمدالله ۴۱ ترنورو ډیري منډي جوړي کړي. دزمبابوي لپاره ممبا او تریپانو ۲ـ۲ بنګالي لوبغاړي وسوځول. دهدف ترلاسه کولو لپاره زمبابوي ته ځینو لوبغاړو ښه لوبه وکړل خو بیا هم ونتوانیدل چي هدف ترلاسه کړي او لوبه یي په ۴ منډو بایلوده. ددوي لپاره سکندر رضا ۶۶، مدهیورا ۵۲، کمونهومنوا ۵۱ او تریپانو ۵۵ ناسوځیدلی منډي جوړي کړي. او بنګله دیش ته تاج الاسلام ۳ لوبغاړي وسوځول. دلوبي غوره لوبغاړۍ تمیم اقبال ونومول سو چي دشلو څلوریزو او درو شپږیزو په مټ یي ۱۵۸ منډي جوړي کړي وي، نوموړی ددي ترڅنګ دبنګله دیش په تاریخ کي لومړی بنګالی سو چي په یوه لوبه کي ۱۵۸ منډي جوړوي. او لومړی بنګالی لوبغاړۍ سو چي یوورځنیو لوبو کي ۷۰۰۰ منډي جوړوي. پدي سره سریز ۰-۲ دبنګله په ګټه سو او ددي لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه دمارچ په ۶ دجمعي په ورځ ترسره کیږي. او د یوورځنیو لوبو وروسته به د دوو شل اوریزو لوبو لړۍ دهمدي میاشتي په نهمه راپیل سي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې