نړیوال کریکټ

بشن سینګ بیدي پر هندۍ لوبډلې سخت غوسه دی

د هندوستان کریکټ ملي لوبډله چې په یو لوی سفر د نیوزیلینډ هېواد ته تللي وه، او د نیوزیلینډ په کوربه توب یې درې یو ورځنۍ، پنځه شل اوریزې او دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي. چې په ټېسټ سیریز کې هندۍ لوبډله د نیوزیلینډ له لوري وایټ واش شوه.

چې وروسته له دې ماتې د هند کریکټ ملي لوبډلې پخوانۍ افسانوې لوبغاړی بشن سینګ بیدي پر هندۍ لوبډلې سخت په قهر شو، له سینګ بیدي پرته نور لوبغاړي او مینه وال هم پر هندۍ لوبډلې سخت غوسه دي او په اړه یې منفې تبصرې کوي.

بشن سینګ بیدي د ټوېټر اکاونټ له لارې یو ټویټ کړی وه او ورسره یې لېکلي دي: “څرنګه یو څوګ د ټېسټ لومړۍ نمبر لوبډلې باندې داسې واکمنتیا رامینځته کوي.” بیدي له نورو هندې کریکټ مینه والو څخه وغوښتل چې تر څو دا معلومه کړي چې څرنګه داسې یوه ځواکمنه لوبډله له داسې ماتو سره مخ شوه.

هندۍ لوبډلې د ټېسټ سیریز لړۍ د لومړي ځل لپاره وبایلله، له دې وړاندې د هند کریکټ ملي لوبډلې هېڅ کومه نړیواله ټېسټ لړۍ له لاسه نه وه ورکړي او تل یې په ټېسټ سیریز کې بریا ترلاسه کړي وه. خو دا ځل یې د نیوزیلینډ له لوري په دوه پرله پسې لوبو کې ماته وخوړه او وایټ واش یې کړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې