افغانستان کریکټ

انضمام الحق : ویراټ بهترینه لوبغاړی دی او پر هغه نیوکه کول غټه تېروتنه ده

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه او پخواني لوبغاړي (انضمام الحق) هغه خبرې بي اساس وبللې چې اوس یې د ویراټ کوهلې خلاف خلک کوي.انضمام وایي،ویراټ کوهلي د تخنیک له پلوه ځانګړې او بیل انداز لرونکی لوبغاړی دی،هغه تل ښه کرکټ کوي،زه د یو کرکټر په توګه ویلای شم چې لوبغاړي به له داسې مرحلې سره مخ کیږي چې د هغه د غوره هڅو سربیره ، منډې نه راځي.ویراټ هغه لوبغاړی دی چې د بدن د هر غړې څخه د لوبې پر جریان کې کار اخلې،د تخنیک او تکتیک له پلوه په نړۍ کې د کوهلې پڅېر مهم لوبغاړي ډېر کم لیدل کیږي.

ویراټ کوهلې چې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو مخکښ لوبغاړی دی د نیوزیلینډ خلاف یې د پنځوس اوریزو او دوه ټيسټ لوبو په بایللو سره د مينوالو پام ځان ته راواړوه،ویراټ اوس په ټول هندوستان کې د سختو انتقادونو سره مخ دی. دا د هندوستان په هېواد کې لومړۍ ځل ندې چې په لوبغاړي توندې نیوکې کیږي د هند مینوال تل ګټه غواړې او که یو لوبغاړی په څو سیالیو کې ښه نتېجه ورنه کړې نو بیا د دوی د پام څخه غورځيږي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې