افغانستان کریکټ

اسلامي بانک هم د لوبو سپانسري لاسلیک کړه!

د افغانستان اسلامي بانک او د افغانستان کرکټ بورډ تر منځ د افغانستان او آیرلیند د راتلونکو سیالیو په اړه هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې د افغانستان اسلامي بانک د یادو سیالیو ټایټل یا عنوان مالي ملاتړ وکړي.
ددې هوکړه لیک له مخې چې د افغانستان اسلامي بانک د بازار موندنې او سوداګریزې برخې مشر سلیم رحیمي او د کرکټ بورډ د عمومي ریاست اداري مسوول حامد رشیدي تر مینځ لاسلیک شو، د کرکټ دغه سیالۍ به چې د 2020 کال د مارچ له 6مې تر لسمې د هند په نویدا ښار کې ترسره کېږي، “د افغانستان اسلامي بانک د 2020 کپ” په نوم یادیږي!
او دغه لوبې به له ملی سپورټس تلویزیون څخه په ژوندی او قانوني بڼه خپریږي؛
څه موده مخکې په ټولنیزو رسنیو کې دا خبره ګرمه شوي وه جې ګوندې ارلینډ له افغانستان سره لوبې نکوي!
خو دغه ټولې ادعاوې بې بنسټه شوې او ایرلینډ خپله لوبډله افغانستان سره د لوبو لپاره هند ته واستوله!

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې