لیګونه

آي پي آیل ۲۰۲۰: راجستان رایلز لوبغاړو د چمتووالي روزنه پیل کړه

په هند غوره لیګ کې چې ۸ لوبډلې ګډون لري او هر یوه لوبډله هڅه کوي چې د دغه لیګ ټرافي یا جام وګټې، تېر کال د دغه لیګ اتلولي د ممبۍ انډیانز لوبډلې د روهېت شرما پر لوبډلمشرۍ ګټلې وه. ټاکل شوي ده چې هند غوره لیګ به یو ځل بیا د اتو لوبډلو په ګډون روانې میاشتې پر ۲۹ مه نیټه پیل شي.

د یادولو ده چې وړمه ورځ د چینای لوبډلې سربیره د راجستان رایلز لوبډلې هم خپل تمریناتې کمپ پرانېست او د اړوندو لوبغاړو څخه یې ازموینه واخیستله. د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د اي پي ایل اړوندو چارواکو ترمنځ یوه مشورتې ناسته هم ترسره شوي وه.

په یاده ناسته کې یې د لوبغاړو پر تکړښت، رواني فشارونو او تر څنګ یې د اي پي ایل ۱۳م پړاو میوزیک جوړولو باندې خبرې وشوي.

ټاکل شوي ده چې دا ځل به هند غوره لیګ یو له نویو نوښتونو سره پیل شي، چې تېر کال په کشمېر کې پاکستانې ځواکونو او هندې ځواکونو ترمنځ د شخړو له امله چې پکې هندي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې وروسته یې بیا د اي پي ایل پیل مراسم ترسره نه شوه. دا ځل به د هند غوره لیګ پیل مراسم ترسره شي چې پکې به مشهور فلمې ستورې ګډون ولري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې