نړیوال کریکټ

ګنګولي دکرونا له ویري دوبۍ ته نه ځي

دآسیا جام په هکله د آسیا کرکټ شورا وروستۍ پریکړه لانده سوي چي اوس د ACC غونډه پداسي حال کي وځنډول سوه چي دهند کرکټ بورډ ریس سوراب ګنګولي او ورسره نورو غړو نه غوښتل چي دکرونا ویروس له ویري دوبۍ ته سفروکړي چیري چی یاده غونډه ترسره کیږي.یادي اوبایي ناروغۍ دنړۍ په نږدي ټولو برخو باندي تاثیر کړی او په بشپړ ډول د له منځه وړلو هیڅ نښه یي نه لیدل کیږي. د وروستي راپورونو پراساس نږدې 90،000 خلک پدې ناروغۍ اخته سوي پداسې حال کې چې تر 3،000 ډیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی. متحده عربي امارات هم پدي ندي توانیدلي چي یاده ناروغي ددوي له پولو لیري وساتي او په تیرو څو ورځو کي یي د۷۰۰ څخه ډیري قضیي راپورته سویدي. چي بلآخره سوراو ګنګولي او ورسره نورو غړو دخطر اخستو په مقابل کي داپریکړه وکړه چي دوبۍ ته نه ځي. دګنګولي سره د هند دکرکټ بورډ سکرټر جی شا هم پدي ناسته کي دګډون لپاره چمتو سوی و. د BCCI یوي سرچیني ویلي چي ګنګولي باید نن شپه سفر کړی واي مګر ځکه دکرونا ویروس له ویري یاده غونډه ځنډیدلي ده.
له بلې خوا د پاکستان د کرکټ بورډ یوې سرچینې وویل چي “د پي سي بي رییس احسان ماني لا دمخه په دوبۍ کې دی ، خو اجرایوي رییس وسیم خان د یکشنبې په ورځ سفر ونکړ”.
یادي غونډي ته ډیر کسان سترګي په لاره دي ځکه چي دابه دآسیاجام په هکله چي ددي کال وروستیو کي کیږي وروستۍ پریکړه کوي. ددي لوبو لپاره چي سپټمبر کي ترسره کیږي کوربه پاکستان ټاکل سوی و خو بي سي سي آی وویل چي ددوي لوبډله به د امنیتي اندیښنو پخاطر ګاونډي هیواد پاکستان ته سفر ونکړي. نوځکه خو دوي دنورو انتخابونو په لټه کي سول چي یو یي دوبۍ کي دپاکستان کوربتوب و.
ددي اونۍ پیل کي د هند کرکټ بورډ مشر سوراو ګنګولي وویل چي دوي به خپله لوبډله دلوبو لپاره پاکستان ته وانستوی که دوي غواړي نو موږ به دوبۍ کي ددوي په کوربتوب له پاکستان سره اسیاجام کي لوبي وکړو. خوڅو ساعته وروسته احسان ماني دپاکستان دکرکټ بورډ مشر وویل چي نور هیڅ نسته پاکستان ته په کرکټ راوړلو کي دلته هرڅه اماده دي خو تاسو نور انتخابونه هم لری.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې