افغانستان کریکټ

په کندهار کې د شهید جنرال عبدالرازق په نوم د کرکټ لوبغالی جوړیږي

د کرکټ بورډ ستر سلاکار عبدالله بارګزي په مشرۍ د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ یو باصلاحیته پلاوي کندهار ولایت ته سفر کړی په دغه سفر کې یې په سپين بولدک ولسوالۍ کي د سولي اتل شهید جنرال عبدالرازق خان اڅکزي په نوم په یو نړیوال معیار برابر د کرکټ لوبغالي د جوړولو لپاره له ساحې څخه لیدنه وکړه.

د یاد کرکټ لوبغالي لپاره یېراپور په سپین بولدک ولسوالۍ کې ورته ځمکه مشخصه کړه او په نږدې راتلونکي کي به د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ ادارې ته په رسمي ‌‌‌‌‌‌ډول وسپارل شي تر څو عملاً یې د جوړیدو چارې پیل شي .

د سپين بولدک ښاروال امین الله فضلي د ورزش په برخه کي دا کار اړین وباله او په دې برخه کي یې د ښاروالۍ لخوا د هر راز همکارۍ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ او د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ له مرکزي ادارې یې مننه وکړه چي بولدک ته یې په دې برخه کي توجه وکړه.
راپور: خیرالله پرهر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې