نړیوال کریکټ

هند لوبډله دیوه جام سره هیواد ته ستنیږي

دهند کرکټ ملي لوبډله د پنځو شل اوریزو، درو یو ورځنیو او دوو ټیسټ لوبو لپاره نیوزلینډ ته تللي وه. چي دشل اوریزو لوبو سریز ۰-۵ هند وګاټه خو د پنځوس اوریزو لوبو سریز بیا ۰-۳ نیوزلینډ وګاټه. وروسته دټیسټ لوبو لړۍ راپیل سول چي لومړۍ لوبه یي نیوزلینډ لوبډلي په لسو ویکټو وګټل. او دوهمه او وروستۍ لوبه هم دهند لوبډلي دخرابي توپ وهني له امله نیوزلینډ په اوو ویکټو وګټل. دیادي لوبي پچه نیوزلینډ وګټل او دتوپ اچوني پریکړه یي وکړل چي هندۍ لوبډلي په لومړۍ پاڼۍ کي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۲۴۲ منډي جوړي کړي، چي په بدل کي یي نیوزلنډۍ لوبډلي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۲۳۵ منډي جوړي کړي. چي نیوزلنډۍ لوبډله دهند لوبډلي ۷ منډي پوروړۍ سول.

هندۍ لوبډلي په دوهمه پاڼۍ کي بیاهم کمزوري توپ وهنه وکړل چي په ۱۲۴ منډو کي یي خپل ټول لوبغاړي دلاسه ورکړل او نیوزلینډ ته یي ۱۳۲ منډي هدف کیښود. هند ته دوهمه پاڼۍ کي پوجارا ۲۴ او جدیجا ۱۶ منډي جوړي کړي. او نیوزلینډ ته بولټ ۴ او سوټي ۳ لوبغاړي وسوځول. دیاد هدف لاسته راوړل نیوزلینډ ته ډیر آسانه و ځکه دوي فقط خپل دري لوبغاړي دلاسه ورکړل او لوبه یي په اوو ویکټو وګټل. چي پیلونکو لتام ۵۲ او بلینډل ۵۵ منډي جوړي کړي.او هند ته بومرا ۲ او یادو ۱ لوبغاړۍ وسوځاوه. دلوبي غوره لوبغاړۍ کایل جیمیسون او دسریز غوره لوبغاړۍ ټیم سوټي ونومول سو. هند لوبډله به یواځي دشل اوریزو لوبو له جام سره هیواد ته ستنیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې