دلوبغاړو په اړه

مکی آرتر : ډېر خفه یم چې د پاکستان سوپر لیګ مې دلاسه ورکړې

مکې آرتر چې د سریلانکا هېواد اوسنی مشر روزونکی دی نوموړي په خپله وروستۍ مرکه کې وویل.د پاکستان هېواد
PSL
لیګ تر ټولو غوره لیګ دی زه ډېر خفه یم چې دغه پنځم پړاو کې مې ګډون ونکړ.هغه په تېر کې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی و،او په پي ایس ایل، کې د کراچۍ کینګز لوبډلې مشر کوچ و.هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې زه د دغي لیګ سره ځانکړې مینه لرم خو اوس نشم کولای چې ګډون پکې وکړم ځکه دلته مو خپلې لوبې دي هغه د کراچۍ ټيم ته اشاره ورکړه او د زنده باد ناره یې وکړه چې کراچۍ ټیم زنده باد. د نوموړي پر ځای اوس په پاکستان سوپر لیګ کې د کراچۍ لوبډلې لپاره پخوانی استرالیایی کرکټر لوبغاړی (ډین جونز) روزونکی دی. یاده دي وي چې دپاکستان کورنی تجارتي پي ایس لیګ ټول په پاکستان هېواد کې د ۳۶ بهرنیو لوبغاړو په شتون کې ترسره کیږي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې