دلوبغاړو په اړه

مشرافي مرتضی د مشفیق الرحیم ملاتړ وروسته له هغې وکړ، چې پاکستان ته له تګ څخه یې انکار وکړ

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې یو ورځینو لوبو لوبډلشمر مشرافي مرتضی وروسته له هغې د خپل ملګري مشفیق الرحیم ملاتړ وکړ چې نوموړي د دویم ځل لپاره هم پاکستان ته له تګ څخه انکار وکړ.

د بنګله دېش لوبډلې لوبډلمشر مشرافی مرتضی وویل، چې هغه د مشفیق الرحیم د دغې پريکړې ملاتړ “سل په سلو کې کوي”هغه د مشفیق الرحیم دفاع وکړه او وویل، هېڅ لوبغاړی باید دې ته اړ نه شې چې نا مناسب هېواد ته سفر وکړي. د مشرافي مرتضی پر وینا چې نوموړی به فکر کوي چې پاکستان ته سفر وکړي که نه.

مشفیق الرحیم وروسته له هغې د پاکستان سفر څخه یو ځل بیا انکار وکړ، کله چې د بنګله دېش کریکټ بورډ مشر نجم الحسن وویل، چې مشفیق الرحیم به پاکستان پر وړاندې په راتلونکې سفر کې برخه ولري. رحیم په یوې پخوانۍ مرکه کې ویلي وه چې هغه خپل دریځ بنګله دېش کریکټ بورډ ته په ډاګه کړی دی. مشفیق الرحیم وويل ما خپل دریځ روښانه کړ او بنګله دېش کریکټ بورډ هم تایید کړ.

ټاکل شوي ده چې د داوړو کریکټ لوبډلو ترمنځ به د یو ورځینو لوبو لړۍ د اپریل میاشتې پر دریمه نیټه ترسره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې