نړیوال کریکټ

سوېلي افریقا د هند پر وړاندې راتلونکو یو ورځینو لوبو ته لوبډله اعلان کړه

د سوېلي افریفا کریکټ ملي لوبډلې د هندوستان پر وړاندې نن د مارچ په دوېمه نیټه راتلوونکو درې یو ورځینو لوبو ته خپله پنځلس کسېزه لوبډله اعلان کړه چې پکې کوینټن ډیکاک د لوبډلمشرۍ او ویکټ ساتنې دنده پر غاړه لري.

په سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډله کې لیندا د لیګ اسپنر تبریز شمسي پر ځای راتلوونکو یو ورځینو لوبو کې شامل شوي دی. تبریز شمسي د ماشوم زیږون له امله راتلوونکو لوبو لړیو څخه کیښنول شوي دی.

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې ټیم انتخاب کوونکی د هند پر وړاندې اعلان شوي لوبډلې ته خوښ دی هغه د یوې رسنۍ په اعلان شوي اعلامیه کې وویل:

“مونږ له خپلو انتخابونو څخه خوښ یو په ځانګړي توګه د هند سفر لپاره. مونږ د ځوانانو له تجربو او توازن څخه هم خوښ او راضي یو. په داسې حال کې چې زمونږ ځوان رهبرۍ ډلې مخکې تګ ته دوام ورکړی او ورکوي.

د درې یو ورځینو لوبو لړۍ به د مارچ میاشتې په ۱۲مه نیټه پیل شي، چې د مارچ تر ۱۸ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې نوملړ: کوینټن ډیکاک (کپتان)، ټیمبا باوما، راسي وین ډیر دوسن، فاف دو پلیس، کایل وریرین، هینریش کلااسین، ډیویډ ملر، جي جي سمتس، انډیل پیلوټویو، لونګي اینګیدي، لوټو سیپملا، بیوران هینډریکس، جورج سنډیز مهاراج.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې