دلوبغاړو په اړهلیګونه

درې اغېزمن لوبغاړي چې کولی شې RCB لوبډله تر بریا ورسوي

د هند غوره لیګ چې د پیل کېدو په حال کې دی او یو ځل بیا به د اتو لوبډلو په ګډون پیل شې چې د تل په څېر به د جوش او ولولو څخه ډکې لوبې وي، هند غوره لیګ نه یوازې د نړۍ پر مشهورو لوبغاړو ګرم دی بلکې د مینه والو له لوري ورته هر کال تود هرکلی کېږي. دلته د کریکټ یوې مشهورې وېبپاڼې درې لوبغاړي په ډاګه کړې دي چې اټکل کېږي د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې ګټونکي لوبغاړي شي.

۱- اي بي ډویلیرز

اي بي ډویلیرز چې د نږدې یوې لسیزې را پدېخوا د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې برخه ده، او د وېرات کوهلي سره یې یو ځای د بنګلور لپاره په توپ وهنه کې مرسته کړې ده تر څو دوی د توپ وهنې په برخه کې رایل چلېنجرز بنګلور لوبډله تر بریا ورسوي. ډویلیرز چې په شل اورېز فارمټ کې خورا یو له تجربه کوونکو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي او یو له خورا خطرناکه هېټر په توګه پېژندل کېږي. هغه په دې وروستیو کې په بېلابېلو شل اورېزو لیګونو کې لوبیدلی دی او مثبته پایله یې ورکړي ده. ډویلیرز چې له نړیوال کریکټ څخه یې خپله تقاعد اخیستې وه اوس یو ځل بیا غواړي چې نړیوال کریکټ ته راستون شي او د سوېلي افریقا لپاره راتلونکې شل اورېز جام چې په اسټرالیا کې د اکتوبر میاشت کې پیلیږي ولوبېږي. نو په ورته وخت کې به له نوموړي سره اي پي ایل سیالۍ مرسته وکړي تر څو په نړیواله کچه یو ځل بیا ځان ثابت کړي. وېبپاڼې پر وینا چې د ډویلیرز لوبېدل به په راتلونکې ۱۳م پړاو اي پي ایل لوبو کې د رایل چېلنجرز لوبډلې لپاره پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

۲- کریس موریس

د سوېلي افریقا لوبډلې افسانوې الراونډر کریس موریس به په راتلونکې اي پي ایل پړاو کې د رایل چلېنجرز لوبډلې لپاره ولوبېږي او اټکل کېږي چې، موریس به په راتلونکې پړاو کې د ار سي بي لوبډلې لپاره بریا کې مهم رول ولوبوي. پر نوموړي به زیاته تکیه د توپ اچونې په برخه کې وشې کوم چې د څو کلونو راهیسې د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډله په کې پاتې راغلي ده، او له امله یې بنګلور لوبډلې زیاتې لوبې له لاسه ورکړي دي. کریس موریس چې د توپ اچونې په برخه کې خورا ښه وړتیا لري او کولی شې چې د نړۍ پیاوړو توپ وهوونکو ته ستونزې راولاړې کړي. موریس په دومداره توګه یارکرونه، سست یا سلو بالونه او همدغه راز بونسرونه ترسره کولی شې. موریس دا وړتیا هم لري چې د بنګلور لوبډلې لپاره په مېډل آرډر کې ښه توپ وهنه ترسره کړي. نو همدې کبله د نوموړي هر اړخېز فعالیت ته په لیدو سره اټکل کېږي چې هغه به د بنګلور لوبډلې لپاره بریا کې مهم او رغنده رول ولوبوي.

۳- هارون فېنچ

د رایل چلېنجرز لوبډلې سږ کال په لوبډله کې د ۲۰ اورېزو لوبو مخکښ او پیاوړي لوبغاړي آرون فېنچ ته په لوبډله کې د لوبېدو فرصت ورکړی دی، او اوس مهال په آر سي بي لوبډله کې د توپ وهنې پریشونه حل شوي ښکاري. فېنچ چې په شل اورېزو لوبو کې یو له پېژندل شو لوبغاړو څخه دی خو مګر نوموړي په هند غوره لیګ کې بریالۍ لوبه نندارې ته نه ده وړاندې کړې او کمزوری فعالیت یې ترسره کړی دی. ارون فېنچ په شل اورېز کریکټ کې ۱۵۵.۸۷ سټراېک راېټ سره لوبېږي چې دا د نوموړي د پیاوړتیا اشاره کوي، نو له همدې امله وېبپاڼه هم آټکل کوي چې فېنچ به په راتلونکې ۱۳م پړاو سیالیو کې د بنګلور لوبډله لومړي ځل لپاره د هند غوره لیګ ټرافي ګټلو څښتنه کړي.

د یادولو ده چې د هند غوره لیګ به د روانې میاشتې پر ۲۹مه نیټه چې څه کم ۲۷ ورځې ورته پاتې دي د اتو لوبډلو په ګډون پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې