دلوبغاړو په اړه

جوفرا ارچر جي روټ بې ګناه وباله

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي تېز بالر جوفرا ارچر خپل لوبډلمشر جي روټ بې ګناه وباله او پر وینا یې چې دا د جي روټ غلطې نه وه. د یادولو وړ ده چې جي روټ په آرچر باندې په انحصار کولو تورن شوی وه. جوفرا ارچر چې ټپې دی او امکان شته دی چې هغه به مهمې لوبې لکه د اي پي ایل غوندې لوبې کومې چې د مارچ میاشتې پر ۲۹مه نیټه یعنې ۲۷ ورځې وروسته پیلیږي، نو امکان لري چې د پیل لوبې له لاسه ورکړي او پر ځای یې ممکن بل څوګ په راجستان رایلز لوبډله کې غوره شې.

جوفرا ارچر په ۲۰۱۹ پنځوس نړیوال جام کې د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره په دوامداره توګه ولوبېد، چې په پای کې دغه ۲۴ کلن لوبغاړی په نړیوال جام کې د انګلینډ لوبډلې مخکښ ویکیټ اخیستونکی لوبغاړی ونومول شو.

د ارچر وروستې ټپ له امله لوبډلمشر جي روټ تر پوښتنې لاندې راغی، او ادغا کېږي چې روټ خپل کاري بار سم نه اداره کوي، چې تازه اوس جوفرا ارچر خپل لوبډلشمر جي روټ بې ګناه وباله ارچر وویل چې دا د جي روټ غلطې نه ده. هغه دغه خبرې په خپلې وروستۍ مرکه کې وکړي او د خپل ټپ په پایله کې یې ۲۹ کلن جي روټ بې ګناه یاد کړ.

جوفرا ارچر د کریکټ مشهورې وېبپاڼې ې اېس کریک انفو ته وويل: “دا د هغه غلطې نه وه، زه ټپې شوي یم ما په حقیقت کې داسې ډېر ټپونه لیدلي دي دا د هغه ګناه نه ده دا نه زما ګناه ده او نه د بل چا ګناه ده. که چیرې څوګ پوهيدلی چې تاسو ټپې کېږئ نو وار دمخه به مو د ځان دفاع کړې وه زه دا نه خوښوم چې یو څوګ دې په غلط ډول ملامت شي، هغه یو ښه لوبډلمشر دی او مونږ خوښ یو چې هغه په څېر لوبډلمشر لرو.”

انګلیستان چې د سوېلي افریقا پر وړاندې یې یو بریالی سفر پایته ورسوه او د ټېسټ لوبو لړۍ یې 3-1 پایته ورسوه او همدغه راز یې د درې شل اورېزو لوبو سیریز 2-1 پایته ورسوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې