دلوبغاړو په اړه

ایم ایس ډوهني په نوې رنګ سره آی پي ایل ته راستنیږي

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی او اوسنی لوبغاړی ایم ایس ډوهني،په یو نوې رنګ سره دا ځل د ۲۰۲۰ م کال د انډین پریمیر لیګ (آی پي ایل) سیالیو ته راستنیږي.ډوهني د چینای سوپر کینګز لوبډلې کيپتان او مهم لوبغاړی دی چې راتلونکی آی پي ایل ورته خوره اړين دی، ځکه نوموړي ته هندوستان کرکټ بورډ چانس ورکړې که په راتلونکې فصل کې ښه ولوبیږي نو یقني ده چې نړیوال شل اوریزه جام کې به ورته په لوبډله کې وخت ورکول شي.ډوهني په ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریزه جام کې د نیوزیلینډ خلاف په نېمه پای لوبې کې د غلط بیټنګ وروسته له پام څخه وغورځول شو چې لا تر اوسه په تېرو سیریزونو کې په هیڅ کومه رسمي لوبه کې ونه لیدل شو.هغه پوره چمتو دی چې یو ځل بیا چینای لوبډلې ته د کيپتان په شکل ولوبیږي، بل پلو نوموړي د خپلو ویښتانو رنګ هم بدل کړې.ډوهني د ويښتانو په بدلولو کې ډېر ښه ښکارې په راپور کې راځي چې د ډوهني مینوال په دغه رنګ کې هغه ته ښه راعلاست ویلی ډوهني به د سریش رینا سره په چینای کې یوځای شي.یاده وي چې راتلونکی
IPL
فصل د مارچ په ۲۹ نېټه د ممبې انډینز او د چینای سوپرکینګر په لوبه سره پیلیږي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې