افغانستان کریکټ

ایرلېنډ لوبډله د درې شل اوریزه لوبو لپاره هند هېواد ته رسیدلې

د افغانستان او مېلمه ایرلېنډ لوبډلو ترمنځ راتلونکې جمعه درې شل اوریزه لوبې په هندوستان کې د افغانستان په کوربتوب ترسره کیږي.افغان کرکټ ملي لوبډلې څه موده مخکې هندوستان هېواد ته سفر کړې و.ایرلېنډ لوبډله نن هم هند ته ورسیده.د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په شپږمه نېټه د جمعې په ورځ ترسره شي.دوهمه سیالي به د همدې میاشتې په اتمه نېټه او درېمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به دمارچ میاشتې په لسمه نېټه تر سره شي.افغان کرکټ بورډ خبر ورکړې چې یادي سیالۍ به په ژوندۍ بڼه له تلویزون څخه وښودل شي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې