نړیوال کریکټ

د ویرات کمزوري توپ وهنه اود هند لوبډلي سخت حالت

هندۍ لوبډله د تیرو دوو میاشتو راهیسي نیوزلینډ ته تللي. هلته یادي لوبډلي ۵ شل اوریزي، ۳ یوورځنۍ او دوه ټیسټ لوبي لرلې. چي شل اوریزي ټولي لوبي هند وګټلي. برعکس یو ورځنۍ لوبي ټولي دنیوزلینډ په ګټه تمامي سوي او وروسته دټیسټ لوبو لړۍ پیل سوه چي نیوزلینډ لوبډلي په لسو ویکټو لومړۍ لوبه وګټل. او اوس وروستۍ ټیسټ لوبه جریان لري. دلوبي پچه نیوزلینډ وګټل او دهند خلاف یي دتوپ اچوني پریکړه وکړل. هند لوبډلي دخپلو ټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۲۴۲ منډي جوړي کړي چي ویهاري ۵۵، پریتوي شا او پوجارا دواړو ۵۴-۵۴ منډي جوړي کړي. او نیوزلینډ ته جیمسن ۵ لوبغاړي وسوځول. ورپسي نیوزلینډ توپ وهنه پیل کړل چي د ۲۳۵ منډو جوړولو وروسته یي ټول لوبغاړی وسوځیدل. او هند لوبډله اووه منډي مخکي سول. نیوزلینډ ته لتام ۵۲ او جیمیسن ۴۹ منډي جوړي کړي او په هندي توپ اچونکو کي محمدشمي ۴ او بومرا ۳ لوبغاړي وسوځول. ددي لوبي په دوهمه ورځ هند لوبډلي دوهمه پاڼۍ پیل کړه چي د نن ورځي ترپایه یي ۹۰ منډي جوړي کړي او ۶ لوبغاړۍ یي دلاسه ورکړي دي. هند ته نن یواځي پوجارا ۲۴ تر نورو ډیري منډي جوړي کړي. او نیوزلینډ ته تردي مهاله بولټ ۳ لوبغاړي سوځولي. هند لوبډله به سبا یعني دلوبي په دریمه ورځ په څلورو ویکټو نیوزلینډ ته هدف ټاکي دوي اوس ۹۷ منډي مخکي والی لري.
پدي لړۍ کي دویرات کوهلي کارکردګي:
ویرات کوهلي چي دهندۍ لوبډلي لوبډل مشر دی تل یي دخپلي لوبډلي لپاره ښه توپ وهنه ننداري ته وړاندي کړي. خو دي درو لړیو کي هیڅ ښه ندی ځلیدلی که څه هم له دوي سره لوبډله کي مرستیال لوبډل مشر روحیت شرما هم نسته. کوهلي دواړو لړیو کي تردي مهاله فقط یوه لوبه کي نیمه سلیزه کړي چي یوه شل اوریزه لوبه کي یي ډیري ۴۵ منډي جوړي کړي. همداراز درو یو ورځنیو لوبو کي یي هم یوه لوبه کي ۵۱ ډیري منډي جوړي کړي. او داغه راز ټیسټ لوبو دلومړۍ لوبي لومړۍ پاڼۍ کي ۲، دوهمه کي ۱۹ منډي او د دوهمي ټیسټ لوبي لومړۍ پاڼۍ کي ۳ او وروستۍ کي ۱۴ منډي جوړي کړي.
دنوموړي خرابي لوبي پر لوبډله هم تاثیر کړی او داغه راز خپل لومړی مقام یي هم په ټیسټ درجه بندۍ کي له لاسه ورکړی. دمرستیال لوبډل مشر نشت د لوبډل مشر له فومه وتل هغه څه دي چي هندۍ لوبډله یي له ناکامیو سره مخ کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې