ولایتي سیالۍ

د سلیمان عربزي سلیزې سمنګان لوبډله تر بریا ورسوله

د کرکټ بورډ په چوکاټ کې د کورني کرکټ چلنج کپ دویمه درجه سیالیو په لړ کې سمنګان لوبډلې د سلیمان عربزي د سلیزې پر مټ خپله لومړۍ بریا خپله کړه. سمنګان لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې په تر سره کولو سره په پوره 38 اورنه کې 262 منډې جوړې کړې او مخالفې لوبډلې ته یې د 263 منډو ستر هدف یې پروان لوبډلې ته وټاکه . که څه هم دغه سیالۍ پنځوس اوریزه فرمټ کې ترسره کیږي خو د بارن اورښت له امله یاده سیالۍ 38 اورونو ته راټیټه شوې وه. پروان کرکټ لوبډلې د سمنګان لوبډلې د 263 منډو هدف پوره نه کړ او ټوله لوبډله یې په 202 منډو کې وسوځیده . د يادولو ده چې له دريمه درجه ولايتي سياليو چې د فبرورۍ مياشتې په لومړۍ نېټه پيل او د همدې مياشتې په ۱۳مه نېټه پای ته ورسېدې؛ میدان وردګ، فراه، کوچیانو، فاریاب، زابل، نورستان، بامیان، پروان، بغلان او سمنګان لوبډلو ترې دويمه درجه ولايتي سياليو ته چې دا دی نن په رسمي ډول پيل شوې، لاره وموندله چې د چلنج کپ دويمه درجه لوبې به هم د مارچ تر۵ مې پورې دوام ومومي. یادو سیالیو کې 16 لوبډلو برخه اخیستې ده چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي او خوست کرکټ لوبغالو کې ترسره کیږي.

خیرالله پرهر‎

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې