دلوبغاړو په اړهلیګونه

درې لوبغاړي چې د کاګېسو رباډا په نشتون کې ممکن د ډهلي کپټلز لوبډلې لپاره ولوبېږي

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړی کاګېسو رباډا د ټپ له امله د اسټرالیا پر وړاندې راتلونکو یو ورځینو لوبو څخه کیښنول شو. خو اوس د کریکټ یوې مشهورې وېبپاڼې راپور ورکړی دی که چیرې نوموړی په راتلونکې اي پي ایل ۱۳م پړاو پیل لوبو کې ونه لوبېږي نو پر ځای یې درې لوبغاړي په ډاګه کړې دي چې ممکن د رباډا پر ځای ډهلي کپټلز لوبډله کې ولوبېږي، دلته هغه درې لوبغاړي در پېژنو کوم چې وېبپاڼې په ډاګه کړې دي.

۱- ډینیل سمس

ډینیل سمس چې د اسټرالیا په تجارتې لیګ (بي بي ایل) کې ښه وځلید او د خپلې لوبډلې لپاره یې په بریا کې مهم رول ولوبوه. خو بدبختانه د میلبورن سټارز په وړاندې یې ناک آوټ سیالۍ کې په دې ونه توانېد چې کومه ویکیټه ترلاسه کړي. نو وېبپاڼه ادغا کوي چې ډینیل سمس به د رباډا ځای ناستی وي.

۲- آنریچ نورټجي

د ډهلي کپټلز لوبډله ممکن د رباډا په نشتون کې هڅه وکړي چې د انریچ نورټجي نه پلورل شوي لیست لاسلیک کړي او نوموړی وپېري ځکه چې دغه لوبغاړی په هند غوره لیګ کې خطرناکه توپ اچونه ترسره کولی شې او سیاله لوبډله د ستونزو سره مخ کړي. د نورټجي غوره توپ اچونه د ۱۹ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول وه، که څه هم هغه په نړیواله کچه دومره ښه نه دی ځلیدلی خو په ورته وخت کې هغه هم د ټپ له امله له یوې سیالۍ څخه کیښنول شوي دی. خو وېبپاڼه ادغا کوي چې نوموړی به د رباډا ځای ناستی وي.

۳- مصطفی الرحمن

په دریمه او وروستۍ برخه کې وېبپاڼې د بنګله دېش لوبډلې پیاوړی تېز بالر مصطفی الرحمن یادونه کړې ده او هغه یې د کاګېسو رباډا په غېر حاضرۍ یا نشتون کې د ډهلي کپټلز ځای ناستی بللی دی. خو په ورته وخت کې د رباډا د کیښنولو په تړاو رسمي کوم څه نه دي ویل شوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې