نړیوال کریکټ

بنګله دیش لوبډلي د سریز پیل په بریا وکړ

زمبابوي لوبډله دیوي ټیسټ، درو یوورځنیو او دوو شل اوریزو لوبو لپاره بنګله دیش ته تللي. چي یواځنۍ ټیسټ لوبه بنګله دیش لوبډلي په یوه اننګز او ۱۰۶ منډو وګټل. او نن دیو ورځنیو لوبو لړۍ راپیل سول. چي بیاهم بنګله دیش لوبډلي زمبابوي ته په ۱۶۹ منډو ماته ورکړه. دلوبي پچه بنګله دیش وګټل او دتوپ وهني پریکړه یي وکړل. چي دپوره پنځوسو اورونو په لوبولو او دشپږو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یي زمبابوي ته ۳۲۲ منډي هدف کیښود. بنګله دیش ته لیټن ډاس ۱۲۶ او میتون ۵۰ تر نورو ډیري منډي جوړي کړي. دزمبابوي لپاره مپوفو ۲ بنګالي لوبغاړي وسوځول. دهدف ترلاسه کولو لپاره زمبابوي لوبه پیل کړل چي هیڅ لوبغاړي یي تر ۳۵ ډیري منډي جوړي نکړي او په ۳۹،۱ اورونو کي یي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۵۲ منډي جوړي او لوبه یي په ۱۶۹ منډو بایلوده. زمبابوي ته مدهیویر ۳۵ او موټمبډزي ۲۴ ترنورو ډیري منډي جوړي کړي. او بنګله دیش ته محمدسیف الدین ۳، مشرف مرتضی او مهدی حسن ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. دلوبي غوره لوبغاړۍ لیټن ډاس ونومول سو. ددي لړۍ دوهمه لوبه دمارچ په دریمه دسه شنبي په ورځ ترسره کیږي او د یوورځنیو لوبو وروسته به د دوو شل اوریزو لوبو لړۍ دهمدي میاشتي په نهمه راپیل سي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې