نړیوال کریکټ

ایان چپل د هندۍ لوبډلې په اړه نظر څرګند کړ

د کریکټ کار پوه او نظر ورکوونکی، ایان چپل نن د هندۍ لوبډلې په اړه خبرې وکړي او ځینې سپارښتنې یې د هند کریکټ ملي لوبډلې ته وکړي هغه هندۍ لوبډلې ته سپارښتنه وکړه چې له احتیاط څخه کار واخلي. په ځانګړي توګه په روان ټېسټ سیریز کې هندوستان دا مهال د نیوزیلینډ پر وړاندې ټېسټ سیریز باندې بوخت دی.

کوربه لوبډلې له وړاندې لومړۍ لوبه په ۱۰ ویکیټو وګټله؛ د یادولو ده چې د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ له ټېسټ سیریز وړاندې پنځه شل اوريرزې او درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوي وي.

ایان چپل د هند لوبډلې په اړه څه وویل؟

“د برید وخت دی او کله نا کله اړتیا هم وي تر څو په ټېسټ کریکټ کې په احتیاط سره لوبه وکړو. نیوزیلینډ پیچونه داسې پیچونه دي چې د اسټرالیا پیچونو په پرتله باید ډېر ځله احتیاط څخه کار واخیستل شي. چیرې چې زیاتره پیچونه خطرناک دي.”

هغه له هندۍ لوبډلې څخه وغوښتل چې لوبغاړي باید په سم او مناسب ځای کې ځای پر ځای شې تر څو دوی د ستړیا احساس ونکړي، او راحته ووسې.

ایان چپل زیاته کړه: “دا اړینه ده چې توازن سم شې او لوبغاړي باید په داسې موقعیتونو کې ځای پر ځای شي، تر څو دوی راحته وي او له همدې کبله د بریالیتوب اټکل ډېر دی.”

هغه د نیوزیلینډ پر وړاندې د دوهمې روانې لوبې په تړاو وویل، دوهمه سیالۍ به د دوی لپاره رواني توازن ته وده ورکولو لپاره کلیدي لوبه وي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې