دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کپل دیو د هندې تېز بالر جسپرېټ بومرا په اړه خبرې وکړې

د هند کریکټ ملي لوبډلې پخواني افسانوې لوبغاړي کپل دیو د هندې تېز بالر جسپرېټ بومرا ستاینه وکړله، او پر وینا یې چې جسپرېټ بومرا یو اتل دی. او هغه به ډېر ژر د پیاوړو کړنو سره راستون شې. او بومرا یې د هند لوبډلې یو اتل لوبغاړی وباله.

که څه هم د هندوستان دغه تېز بالر د نیوزیلینډ پر وړاندې روان سیریز کې ښه نه ځلیږي، او د نیوزیلینډۍ لوبډلې پر وړاندې یې دومره ښه کارګردګې نه ده کړې او هندۍ لوبډلې لپاره ښه نه دی تمام شوی ځکه نوموړي د نیوزیلینډ پر وړاندې درې یو ورځینو لوبو کې کومه ویکیټه ترلاسه نه کړه. خو په ټېسټ لوبه کې یې نیوزیلینډ پر وړاندې یوه ویکیټه ترلاسه کړه.

په ورته وخت کې کپل دیو وایي، د بدن (روغتیا) روغېدو لپاره وخت ته اړتیا ده. له دغه هندې پخواني کپتان کپل دیو څخه د پنجشنبې په ورځ په ناېډا کې د یوې غونډې په ترڅ کې د بومرا په اړه پوښتل شوي وه. چې په ځواب کې کپل دیو ورته ویلې وه، یو څوک باید توپ اچوونکي ته یو څه وخت ورکړي، تر څو له ټپ وروسته خپل عادي حالت بیرته ترلاسه کړي.

خبریالانو ته په وینا کې، د هند ۱۹۸۳ نړیوال جام ګټونکی کپتان (کپل دیو) وویل: “یو ځل چې تاسو ټپې شوئ نو دا د بدن بیا رغېدو لپاره وخت ته اړتیا لري او یو څه وخت نیسې تر څو عادي یا نورمال حالت ترلاسه کړئ. هغه (بومرا) یو ښه بالر دی او له وړاندې یې ثابته کړې ده چې تر څو ځان په لوړه کچه ثابت کړي.”

د یادولو ده چې جسپرېټ بومرا په حقیقت کې یو له پیاړو توپ اچوونکو څخه شمېرل کېږي. او د خپلې توپ اچونې پر مټ یې پیاوړي لوبغاړي له مخې پورته کړې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې