دلوبغاړو په اړه

مشفق الرحیم بیا هم پاکستان ته نه ځي

د بنګله دیش تکړه توپ وهونکی مشفق الرحیم په دې خبره یوځل بیا ټینګار وکړ چې هغه په هیڅ حالت کې د لوبډلي سره د سفر پاتې برخي لپاره پاکستان ته نه ځي. د بنګله دیش سفر پاکستان ته په دریو برخو ویشل سوی و او وروستۍ برخه یې د اپرېل په لومړیو کې پیلیږي. کوم چي یوه یو ورځنۍ لوبه( داپریل دریمه) او دوه ټیسټ لوبي( د اپریل له پنځمي) په کراچي کي ترسره کیږي. بنګله دیش لوبډلي لادمخه دشل اوریزو لوبو سریز ۰-۲ بایللی او یوه ټیسټ لوبه یي هم دلاسه ورکړي. چي لامل یي د دوو مهمو لوبغاړو دلاسه ورکول و، چي یو شکیب الحسن او بل مشفق الرحیم دي. شکیب دیوه کال لپاره د فساد پخاطر دغلط راپور ورکولو له امله بند سره مخ دی او رحیم د بنګله دیش کرکټ بورډ دمشر نجم الحسن په خبره چي نوموړي پاکستان ته له سفر انکار کړی و.
رحیم وایی” مادپاکستان په هکله خپل دریځ روښانه کړی او بي سي بی هم منلي”.

نجم الحسن له تجربه لرونکي ویکټ ساتونکي توپ وهونکي څخه وغوښتل چې لومړی د هیواد په اړه فکر وکړي او ځان مغرور نه کړي. دا څرګندونې وروسته له هغه راپورته سوي چې هغه په جنوري کې د سفر نیټه اعلانولو پرمهال ویلي و، چې هر لوبغاړی حق لري چې وټاکي چې ایا هغه غواړي پاکستان ته سفر وکړي یا نه؟ رحیم داین ټي وي خبري چینل ته وویل “ما د پاکستان په اړه خپل دریځ روښانه کړ، او هغوی (BCB) هم منلي دي. دوی باید ما ته د PSL بولۍ کې د خپل نوم نه اچولو لپاره درناوی ښودلی واي. زما په اند دا خورا روښانه ده. دا به په راتلونکي کې بدلون ونلري. زه هغو کسانو ته ښه هیله لرم چې پاکستان ته ځي”. رحیم د پاکستان سوپر لیګ قرارداد هم رد کړی ځکه چې د هغه کورنۍ په یاد هیواد کې د هغه د خوندیتوب په اړه اندیښنه لري. “زما کورنۍ اندیښنه لري او دوی نه غواړي چې زه لاړ سم.” زما دلوبو لپاره کومه بله ګناه نسته چې د بنګله دیش لپاره نسم لوبیدلی. مګر ما په PSL کې د لوبیدو وړاندیز رد کړ وروسته له دې چې خبر سوم چې سیالۍ به په بشپړ ډول په پاکستان کې ترسره سي. زما کورنۍ له دې سره موافقه نه ده کړې. هغه د جنوري په میاشت کې د ESPNCricinfo سره یادي خبري کړی وي. نجم الحسن د زمبابوې سره د لوبو ګټلو وروسته سخت دریځ خپل کړی و او ویلي یې و چې بورډ به هر تړون لرونکي لوبغاړي ته یادونه کوي چې هیواد یې تر هرڅه دمخه دی او دوی باید هغه څه وکړي چې ورته ویل کیږي، چیري او کله ولاړ سي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې