دلوبغاړو په اړهلیګونه

محمد نبي او راشد خان یو ځل بیا د سنراېرز حېدراباد لوبډلې کلیدې لوبغاړو څخه وګڼل شوه

د هند غوره لیګ لوبډله سنراېرز حېدراباد وروسته له هغې د سپورټې رسنیو سر ټکی وګرځېد له کله راهیسې چې یې د کېن ولیمیسن پر ځای ډوېډ وارنر لوبډلمشر وټاکه. چې وروسته زیات شمېر مینه والو پر حېدراباد لوبډلې نیوکې وکړي او ویلمیسن یې د سنراېرز حېدراباد لوبډلې پیاوړی لوبډلمشر یاد کړ. خو په هر حال د کریکټ یوې مشهورې وېبپاڼې درې هغه لوبغاړي څرګند کړې دي، چې کولی شې په اي پي ایل سیالیو کې د سنراېرز حېدراباد لوبډله مخکې تګ ته ورسوې چې پکې د دوه افغان لوبغاړو محمد نبي عیسخېل او راشد خان یادونه هم شوي ده.۱- وارنر او بیرسټودغه دوه پیاوړي توپ وهوونکي د ۲۰۱۹ کال اي پي ایل سیالیو په جریان کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې پیاوړي جوړه وه. دغو دواړو لوبغاړو په هند غوره لیګ کې د غوره ملګرتیا ریکارډ مات کړ. چې له دې وړاندې ګواتم ګمبېر او کرېس لېن د غوره ملګرتیا ریکارډ جوړ کړی وه. ګواتم ګمبېر او کرېس لېن په ۲۰۱۷ م کال کې د ګجرات لاېنز پر وړاندې د کلکته ناېټ راېډرز لپاره ۱۸۴ منډو غوره ملګرتیا جوړه کړې وه. د وېبپاڼې پر وینا، که چیرته وارنر او جوني بیرسټو د ۲۰۱۹ کال په څېر ورته غوره ملګرتیا ترسره کړي نو ممکن چې د سنراېرز حېدراباد لوبډله دوهم پړاو ته لار ومومي.۲- منیش پانډي؛ (مېډل ارډر کې)۳۰ کلن منیش پانډی چې په هند غوره لیګ کې د لوړو ژورو څخه تېر شو، او په ۲۰۱۴ م کال کې د هند غوره لیګ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. پانډی اوس هم کولی شې چې هند غوره لیګ کې ښه وځلیږي او د لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوبوي. د یادونې وړ ده چې منیش پاڼډي په ۱۳۰ لوبو کې ۲،۸۴۳ منډي جوړي کړي دي. د پاڼډي پیاوړي توپ وهنه نه یوازې سنراېرز حېدراباد لوبډله به دویم پړاو ته ورسوي، بلکې پانډی ته به زمینه مساعده کړي چې په شل اورېز نړیوال جام کې ولوبېږي.۳- افغان الراونډر محمدنبيد کریکټ مشهورې وېبپاڼې په دریمه او وروستۍ برخه کې د محمد نبي او راشد خان یادونه وکړه. او دواړه یې د افغان لوبډلې ستر او غوره کریکټ لوبغاړي یاد کړل، وېبپاڼې پر وینا دوی کولی شې چې په اي پي ایل کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره پیاوړی فعالیت ترسره کړي. نبي تېر کال په اي پي ایل لوبو کې ۸ لوبغاړي له مخې پورته کړل که څه هم دومره زیات ونه لوبېد او نه چانس ورکړل شو.راشد خانراشد خان چې په هند غوره لیګ کې تل د توپ اچونې په برخه کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره مثبت تمام شوی دی او د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول لوبولی دی. هغه تېر کال په ۱۵ لوبو کې ۱۷ ویکیټې ترلاسه کړي وي. راشد خان په ۲۰۱۸ کال کې د هند غوره لیګ په جریان کې تر ټولو زیاتو ویکیټ اخیستونکی لوبغاړی وه. د وېبپاڼې پر وینا، په راتلونکو سیالیو کې به د راشد خان لېګ برېک او ګوګلې توپ اچونه د توپ وهوونکو لپاره ستونزې رامینځته کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې