دلوبغاړو په اړه

مارک ووډ د سریلانکا پر وړاندې سیریز څخه بهر شو

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډله د سریلانکا سفر څخه دمخه لوی زیان سره مخ شوه، ځکه چې د دوی تېز افسانوې بالر مارک ووډ د ټپ له امله دغه سفر له لاسه ورکړ. دا د انګلینډۍ لوبډلې لپاره لوی خنډ دی ځکه چې ووډ د دوی لپاره کلیدې لوبغاړی دی.

ووډ په دې وروستیو کې ټپ له امله له انګلینډۍ لوبډلې څخه کیښنول شوي دی. او د راپورنو له مخې، چې مارک ووډ به د سریلانکا خلاف راتلوونکو لوبو لړيو کې ونه لوبېږي. د یادونې وړ ده چې مارک ووډ په دې وروستیو کې د انګلینډۍ لوبډلې یو استثنایی بالر دی.

نوموړی د انګلینډۍ لوبډلې مهم لوبغاړی وه، چې د تېر ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام یې وګټلو. د معلوماتو له مخې مارک ووډ د سریلانکا له لړۍ څخه وړاندې ټپې شوې وه. ووډ د سوېلي افریقا خلاف سیالیو په جریان کې ټپې شوې وه.

د یادولو ده چې لنکاشیر سیمر ثاقب محمود به د مارک ووډ پر ځای لوبډله کې شامل شې. د انګلینډ کریکټ ټېسټ لوبډله به راتلونکې دوشنبې په ورځ سریلانکا ته سفر وکړي. ووډ په دې وروستیو کې خورا ښه ځلیدلی وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې