دلوبغاړو په اړه

عزیزالله فضلي: شهزاد محمدي ته نور په کرکټ کې هیڅ ضرورت نشته!

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني ریس عزیزالله فضلي پر خپل فسبوک پاڼه ولیکل:
څنګه چې تاسې په جريان کې ياست شهزاد محمدي بيرته له ملي لوبډلې سره يو ځای شو دا په داسې حال کې ده چې رحمن الله ګربز او اکرام علي خيل په شتون کې شهزاد ته ضرورت نشته او بل لوري ته آفتاب عالم چې اوسمهال ملي لوبډله ورته اشد اړتيا لري چې په آفتاب عالم باندې بنديز هم تر ډيره سياسي وه نو هيله ده چې آفتاب عالم بنديز ژر تر ژره لرې شي او له ملي لوبډلې سره بيرته يو ځای شي.
د افغان کرکټ پیاوړی لوبغاړی محمد شهزاد د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز کال په اګست میاشت کې د ادارې له اصولو د سرغړونې له امله د یوه کال لپاره د هر ډول کرکټ له بندیز سره مخ شوی و چې د شا وخوا اوو میاشتو له تېرېدو وروسته پر نوموړي لګول شوی بندیز لرې کړل شو.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې