نړیوال کریکټ

سوراپ : اسیا جام به په دوبۍ ې ترسره کیږي

د هندوستان کرکټ بورډ د
BCCI
مشر سوراپ ګنګولي،په یو خبرې کنفرانس کې ویلي،راتلونکی اسیا جام چې د هندوستان په ګډون به پکې پنځه نورې اسیایي لوبډلې ګډون والې وي دغه جام به د پاکستا پرځای په دوبۍ کې تر سره شي. دا چې پاکستان کرکټ بورډ دا ځل د دې سیالیو کوربتوب پخپله غاړه لري، لوړ ګمان دا وښوده چې هندوستان پاکستان ته له ورتګ څخه انکار وکړ.له ۲۰۰۸ م کال راهیسي پاکستان هیواد په هند کې کومه لوبه نه ده ترسره کړې.اسیا جام د شپږو لوبډلو په ګډون د سيپټمبر په میاشت کې پیلیږي.چې له ډلې به یې افغانستان، هندوستان، سریلانکا، پاکستان، بنګله دیش، او یوه بله لوبډله چې دوهمه درجه لرونکې به وي د کوالیفا راونډ وروسته به دغه جام ته لار پیدا کوي.بل پلو پاکستان کرکټ بورډ خبر داری ورکړی و؛ که د ا ځل هندوستان د دوی په کوربتوب په اسیا جام کې ګډون ونه کړي، نو په ۲۰۲۱ م کال نړیوال شل اوریزه جام کې به پاکستان هم ونډه وا نه خلې.دغه سیالۍ د لومړي ځل لپاره د بي سي سي آي،کمېټې لخوا په لار واچول شوې چې اوس پکې د هندوستان هیواد پوره اختیار لري.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې