
د سنرایزر حیدرآباد لوبډلې پیلیز توپ وهونکي وپیژنئ!
سنرایزر حیدرآباد لوبډلې د هندوستان U19 کپتان پریم ګارګ د 1.9 کرور او ویرات سینګ هم د 1.9 کروړ په بدل کې د آی پی ایل 2020 نیلام کې اخیستی. دوی د سپن بالینګ آل راؤنډر غوره کولو سربیره آل راونډر مچل مارش او د داخلي هندي لوبغاړو له جملې لکه عبد الصمد، سندیپ باوااناکا، سنجی یادو او نور لوبغاړي هم واخیستل. دوی غواړي د کین ویلیمسن سره د کپتان په توګه دوام وکړي یا ډیویډ وارنر ته د مشرتابه رول وسپاري!
د سږ کال IPL کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې پیلیز لوبغاړي پدې ډول دي:
ډیویډ وارنر:د 2013 راهیسې، هیڅ داسې پړاو ندی ترسره شوی، چیرې چې وارنر د 400 څخه کمې منډې ترلاسه کړي وي! په تیرو پړاوونو مې دده منډې په دې ډول دي:641, 410, 528, 562,848, 692
ددوی د پیل بله برخه «جونی بییرسټو» دی، چې دی به د تیر په څیر د غوره سیستم په ترسره کیدلو سره ښه ثابت شي.«ویجې شنکر» به یو له بل پیلیز توپونکي څخه وي چې هم یو غوره الرونډر دی!
د لوبې څلورم لوبغاړی «منیش پنډې» دی، چې یو له غوره توپ وهونکو څخه شمیرل کیږي!
دوی به د سږ کال اي پي ایل لیګ کې د خپلې لوبډلې«Orange army» لپاره غوره کارکردګي نندارې ته وړاندې کړي!