ولایتي سیالۍ

د خوست رسنیز جام؛ هوا راډیو فاینل ته لار پیدا کړه!

د هوا راډیو کریکټ لوبډلې د رسنیز جام پنځم پړاو فاینل ته لار پیدا کړه.
هوا راډیو کریکټ لوبډله چې د لومړي ځل لپاره په رسنیز جام سیالیو کې د ګډون ویاړ لري، نن یې په یوه مهمه او سیمي فاینل لوبه کې، د هیلوکاروان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د هوا راډیو کریکټ لوبډلې لوبډلمشر بسم الله ذهین د ټاس په ګټلو، لومړۍ د بېټېنګ پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۵ اورونو کې یې مخالفې لوبډلې ته د ۱۲۳ منډو هدف ورکړ.
د هوا راډیو کریکټ لوبډلې لخوا په بېټېنګ کې، عصمت پاچا ۲۷، شامیر حقیار ۱۷ او اوېل اقبال ۱۴ تر نورو ډېرې منډې وکړې.
هیلو کاروان لوبډلې ورکړل شوی هدف تر لاسه نه شو کړای، او ټوله لوبډله یې په ۹۷ منډو وسوځیده، چې لوبه ترې هوا راډیو کریکټ لوبډلې په ۲۶ منډو توپیر وګټله.
د هوا راډیو کریکټ لوبډلې لخوا په بالېنګ کې، لوبډلمشر بسم الله ذهین ۳، عصمت پاچا ۲ او مرستیال لوبډلمشر هم ۲ ویکټې تر لاسه کړې.
د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی یو ځل بیا لوبډلمشر بسم الله ذهین شو، چې د دریو ویکټو تر څنګ یې ۸ منډې هم ترلاسه کړي وې.
د یادونې وړ ده، چې هوا راډیو کریکټ لوبډله به سبا ماسپیښین پر یوه بجه ددغو لوبو په فاینل کې د ژمن راډیو تلویزیون لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته ښکته شي!

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې