دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ای سی سی د ډیویلرز پخوانی لقب بیا تازه کړ؛

ای بی ډی ویلیئرز نور نړیوال کرکټ نه لوبوی! هغه د می په 23 نيټه، د 2018 کال کې استعفاء وړاندې کړه. او د ډیری راپورونو سره سره چې د هغه دبیرته ستنیدلو ادعا کوي، خو ډی ویلیئرز په تیرو دوه کلونو کې یو ځل هم نړیوال کرکټ ته ندی راستون شوی.
کله چې هغه د سویلي افریقا لپاره نړیوالې لوبې کولې، نو زیات ریکارډونه یې مات کړل او د کرکټ په کتاب کې یې نوي شاټونه ولیکل.

هر کله چې هغه د سویلي افریقا لپاره لوبیدل پیل کړل، نو تل یې خپل مینه وال خوښ وساتل او مخالفین یې د هغه د شاټینګ، کلاسیک او هر اړخیز توپ وهنې سره وویرول. یوه ورته ورځ د فبروري په 27 مه، په 2015 کال کې په سیډني کې چیرې چې سویلي افریقا د 2019 نړیوال کریکټ نړیوال جام سیالیو کې ویسټ انډیز سره لوبه کوله، آئي سي سي هغه ماښام اې بي ډيوليئرس «ماسټر کلاس» ياد کړ!
د جیسن هولډر لخوا کپتان کینټن ډی کاک ژر اوټ کولو سره د ډیویلر ښه پیل ته لاره هواره شوه! ډیویلیرز په 30 توپونو 50 منډې وکړې، او بیا یې په 52 توپونو سل منډې وکړې او په 64 بالونو یې 150 منډې جوړې کړې!
نو پدې ترتیب ای سی سی د فبروری میاشتې 27 مه نیټه د اې بي ډیویلیرز د لقب «ماسټر کلاس» په نوم یادوي!

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې