افغانستان کریکټ

افغان لوبډله راتلونکې جمعې ورځ له ایرلنډ سره د شل اوریزو لوبلړۍ پیلوي

افغان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره د درې شل اوریزه لوبو سیریز پیلوي دغه سیالۍ به د افغانستان په کوربتوب په هند کې تر سره شي .

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د لوبو سیریز لومړۍ لوبه د مارچ میاشتې په شپږمه نیټه پیل شي .
د یادو سیالیو د ښه چمتوالي په موخه افغان لوبډله تیره اونۍ هندوستان هیواد ته د تمریناتو په موخه تللې ده .
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو تر منځ به یوازینۍ درې شل اوریزه لوبې تر سره شي لومړۍ لوبه د مارچ په شپږمه دوهمه سیالۍ د مارچ په اتمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به د همدغې مارچ میاشتې په لسمه نیټه تر سره شي .
خیرالله پرهر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې