نړیوال کریکټ

اسټرالیا یوځل بیا د سویلي افریقا خلاف لوبه کوي

داسټرالیا کرکټ ملي لوبډله د درو شل اوریزو او درو یوورځنیو لوبو لپاره سویلي افریقا ته تللي. چي د شل اوریزو لوبو لړۍ ۱-۲ اسټرالیا وګټل. او نن د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلیږي. سویلي افریقا لوبډلي دنوي لوبډل مشر ډیکوک تر مشرۍ لاندی شل اوریز سریز کي چندان توپ وهنه او توپ اچونه ونکړل. ځکه ددوي لوبډلي لومړۍ لوبه کي ۸۹، دوهمه کي ۱۵۸ او وروستۍ لوبه کي یواځي ۹۶ منډي جوړي کړي وي، خو برخلاف اسټرالوۍ لوبډله په دواړو برخو توپ وهنه او توپ اچونه کي برلاسي ښکاريدل ځکه دوي لومړۍ لوبه کي ۱۹۶، دوهمه کي ۱۴۶ او وروستۍ کي بیا هم ۱۹۳ منډي جوړي کړي وي. چي شل اوریز کرکټ کي ډیري منډي دي. د اسټرالوۍ لوبډلي مورال قوي ښکاري او سویلي افریقا لوبډلي ته بل زیان ددوي دتجربه لرونکی مخکني لوبډل مشر ډي پلوسیس نشت دی. خو دابه د لوبو وروسته معلومه سي چي سویلي افریقا د خپلو غلطیو جبران کړی او که نه؟
په سویلي افریقا لوبډله کي: قوینټن ډیکوک لوبډل مشر، ټیمبا باوما، ډیویډ میلر، جانمن میلن، سمتس، انډیلا فلنکوایو، هینریک کلیزن، کیل ویرین، تبریز شمسی، لونګي نګیډي، بیورین هینډریکس، انریک نورتجي، لوتو سپملا او کیشو مهراج شامل دي.
او په اسټرالوۍ لوبډله کي: ایرون فنچ لوبډل مشر، ارثي شارټ، سټیو سمیت، ډیویډ وارنر، مارنس لبشګني، میچل مارش، اشټون اګر، جی ریچارډسن، الیکس کیری او میتیو واډ شامل دي.
ددي لوبو دلړۍ لومړۍ لوبه نن ماپښین ۳:۳۰ دقیقي پیلیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې