نړیوال کریکټ

احسان ماني د سواپ ګنګولي پر خبرو غبرګون وښود

د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان ماني د بي سي سي آی،د مشر سوراپ ګنګولي پر هغو خبرو غبرګون وښود چې راتلونکی شل اوریزه اسیا جام باید دپاکستان پر ځای په دوبۍ کې تر سره شي.
ماني وویل مونږ یو څو صلاحیتونه لرو هغه دا دي چې لومړۍ ځای د پاکستان څخه وروسته متحد عربي امارات،دوهم ځای ابو ظهبي و خو سوراپ اعلان وکړ چې راتلونکی اسیا جام به د پاکستان پر ځای په دوبۍ کې تر سره شي.
دلته ډېر نور ټیمونه هم شته لکه د افغانستان، بنګله دیش، او د سریلانکا لوبډله دوی ټول به په ګډه پرېکړه کوي چې دغه جام چيرته او په کوم هیواد کې ترسره شي، بل پلو د کرونا ویروس،غټه انديښنه ده، اوس د فیبرورۍ میاشت ده او اسیا جام په سيپټمبر کې دی نو باید پرېکړه دومره زر ونشي.
که کرونا ویروس، کنټرول نشي او پراخ والي پیدا کړې نو باید مونږ خپل  منظم پلان ولرو.یاده دي وي چې د هندوستان کرکټ بورډ د بي سي سي آی،مشر سوراپ ګنګولي ویلي و چې اسیا جام د پاکستان پر ځای په دوبۍ کې تر سره کیږي

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې