نړیوال کریکټ

هندۍ لوبډله دځان ژغورلو په لټه کي

هندۍ لوبډله د پنځه شل اوریزو، دري یوورځنیو او دوو ټیسټ لوبو لپاره نیوزلینډ ته تللي چي دشل اوریزو لوبو سریز ۰-۵ هند وګاټه، خو برخلاف دیو ورځنیو لوبو سریز ۰-۳ نیوزلینډ وګاټه او د دوو ټیسټ لوبو دلړۍ لومړۍ لوبه هم په لسو ویکټو نیوزلینډ وګټل. ددي لړۍ وروستۍ او دفاع کونکي لوبه نن دشپي دري بجي پیلیږي. چي هندۍ لوبډله به له کلین سویپ ځان ژغوري او نیوزلنډۍ لوبډله به د هندۍ لوبډلي دکلیپ سویپ هڅه کوي. که چیري راتلونکي لوبه هند وګټل نو سریز به مساوي سي، که چیري نیوزلینډ وګټل نو سریز به یي دوه صفر ګټلی وي او که لوبه مساوي سول نو بیا هم نیوزلینډ لوبډله د سریز ګټونکي ده. په تیره لوبه کي د هندۍ لوبډلي د توپ وهني او توپ اچوني برخي ستونزي درلودي. چي هندۍ لوبډلي لومړۍ پاڼۍ کي ۱۶۵ او دوهمه کي ۱۹۱ منډي جوړي کړي وي خو نیوزلینډ په یاده لوبه کي هم په توپ اچونه او هم په توپ وهنه کي برلاسی و ځکه دوي لومړۍ پاڼۍ کي ۳۴۸ منډي جوړي کړي وي. نو ځکه تیري لوبي ته په کتلو نیوزلنډۍ لوبډله برلاسي ښکاري. دهندۍ لوبډلي بل تاوان دادی چي ویرات کوهلي دټیسټ په نوي درجه بندۍ کي خپل مقام له لاسه ورکړي او بومرا هم له لسو غوره توپ اچونکو وتلی. ترڅنګ له دوي سره یاد سریز کي روحیت شرما هم د خوږ له امله نه لوبیږي.
په هندۍ لوبډله کي: ویرات کوهلي لوبډل مشر، شبمن ګیل، میانک اګروال، چتشوار پوجارا، اجنکي رهاني، هانما وهاری، ریشب پنت، روی چندرن اشوین، محمد شمي، جسپریت بومرا، رویندرا جدیجا، اومیش یادو، پریتیو شا، وریندمن ساها او نوډیپ سني شامل دي.
او د نیوزلینډ لوبډله کي: کین ویلیمسن لوبډل مشر، ټام لتام، ټام بلینډل، روس ټایلر، هینري نیکولاس، بی جي والټنګ، کولین ډی ګرانډهم، ټیم سوټي، کیل جیمیسن، اجاز پټیل، ټرینټ بولټ، نیل واګنر، میت هینری، ډایرل میچل شامل دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې