
سریلانکا کریکټ لوبډلې یو ورځینو لوبو کې ریکارډ جوړ کړ
د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې چې د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې سره په یو ورځینو لوبو لړیو بوخته ده. او په دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې یې وېسټ انډېزۍ لوبډله په ۱۶۱ منډو ماته کړله. چې د دغې بریا په مرستjه سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې د یو ورځینو لوبو سیریز 2-0 برابر کړ.
د یادونې وړ ده چې د دغې بریا پر مرسته سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې په یو ورځینو لوبو کې ځانګړی ریکارډ جوړ کړ. د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې په یو ورځینو لوبو کې پرته له کومې شپږېزو د ډېرو منډو ریکارډ ثبت کړ. خو د سریلانکا لوبډلې وېسټ انډېز خلاف ۳۳ څلوریزې ووهلي.
د دغه کارنامو په جریان کې فرناندو په خپله سلیزه کې ټولټال ۱۰ څلوریزې ووهلي، همدغه راز د فرناندو او مینډیس د ۲۳۹ منډو ریکارډ ملګرتیا هم جوړه شوه. دا په یو ورځینو سیالیو کې د دریو لوبغاړو وروسته د سریلانکا تر ټولو لوی ملګرتیا وه.
د سریلانکا او وېسټ انډیز ترمینځ د سیریز دریمه او وروستۍ لوبه به د مارچ په لومړۍ نیټه ترسره شي.