دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

تېسارا پرېرا د سریلانکا راتلونکو شل اورېزو لوبو کې شامل شو

سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې په خپل کور کې د وېسټ انډېر خلاف راتلونکو شل اورېزو لوبو ته خپله لوبډله اعلان کړله، چې له اوږد ځنډ وروسته یې په لوبډله کې تېسارا پرېرا شامل کړی دی او وېسټ انډېز پر وړاندې یې نوملړ کې ځای ورکړی دی.

د یادولو ده چې تېسارا پرېرا د هند پر وړاندې تېره میاشت سریلانکایۍ لوبډله کې نه وه شامل شوي. خو اوس د وېسټ انډېز پر وړاندې یې نوملړ کې شامل شوي دی د الراونډر تېسارا پرېرا ترڅنګ تېز بالر نووان پردیپ او ورو بالر شیان جیاسوریه ته هم لوبډله یا نوملړ کې ځای ورکړل شوي دی.

مګر توپ وهوونکي بنوکا راجپاکسا او اوشاده فرناندو په دې ونه توانېدل چې په نوملړ (سکواډ) کې ځای ترلاسه کړي. بل لوري ته د دوی پیلیز توپ وهوونکی دانوشکا ګانااتلاکا د ټپ له کبله په لوبډله کې شامل شوي نه دی.

تېسارا پرېرا چې خپل خراب او ناکام فعالیت له امله له لوبډلې څخه ګوښه شوي وه، خو تازه وېسټ انډېز پر وړاندې له یو کلن ځنډ وروسته شامل کړای شو. په سریلانکا کریکټ ملي لوبډله کې د تېزو بالرانو تشه کپتان لاسېت ملنګا، لاېرو کومارا او اسورو اډانا ډکه کړې ده، خو واناندو هسرانګا او لکشان سنډکان د ورو بالرانو تشه ډکه کړې ده.

سریلانکا کریکټ لوبډله به د مارچ په ۴ مه نیټه شل اورېزو لوبو لړۍ یا سیریز پیلیوي. خو د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه ورځنۍ سیالۍ پاتې ده چې تر څو یو ورځینو لوبو سیریز پایته ورسوې.

سریلانکا لوبډلې نوملړ: لاسېت ملینګا (لوبډلمشر)، ایشیکا فیرانډو، کوسال پریرا، شهن جیاسوریه، نیروشان ډیکویلا، کوسال مانډیس، انجیلو میتیوس، دهننجیا دی سلوا، تیسارا پریرا، داسون شاناکا، واناندو هسرانګا، لکشان سنډکان، اسورو اوډانا، نووان پردیپ او لیرو شامل دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې