لیګونه

ګوهتي کریکټ لوبغالی د دوه لوبو لپاره د راجستان رایلز لوبډلې کور ځای په توګه ټاکل شوي

د اي پي ایل لیګ چې د پیلیدو په حال کې دی. نو ټولې لوبډلې د چمتووالي په حال کې دي تازه هندې رسنیو د راپورنو پر اساس چې د ګوهتي کریکټ لوبغالی د دوه سیالیو لپاره د راجستان رایلز لوبډلې کور ځای په توګه ټاکل شوي دی.

دغه لوبغالی به د کلکته ناېټ راېډرز او ډهلي کپټلز لوبډلو کوربه توب وکړي. د راجستان رایلز چې د ځای نشتون کې پاتې راغلي وه چې د اوږده ځنډ وروسته یې ګوهتي بارسپارا کریکټ لوبغالی د کور ځای په توګه وټاکه.

د اي پي ایل وېبپاڼې راپور ورکړی دی چې، راجستان رایلز لوبډله به د سټیو سمېټ په مشرۍ د ډهلي کپټلز او کلکته ناېټ راېډرز لوبډولو کوربه توب په ګوهتي بارسپارا کریکټ لوبغالی کې وکړي.

په هند غوره لیګ کې درې افغان لوبغاړي پېرل شوي دي، بل لوري ته د سنراېرز حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر ډوېډ وارنر وټاکل شو چې راشد او نبي به د وارنر تر مشرۍ لاندې په اي پي ایل یا هند غوره لیګ کې سیالۍ ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې