لیګونه

ډیویډ وارنر یوځل بیا لوبډل مشر سو

سنرایزرز حیدرآباد لوبډلی مخکی له ۲۰۲۰ کال آی پی ایل څخه ډیویډ وارنر لوبډل مشر اعلان کړ. دغه ۳۳ کلن اسټرالوی پیلولونکی توپ وهونکی چي ۲۰۱۶ کال کي یي حیدرآباد لوبډلي ته یاد جام ګټلی و په ۲۰۱۸ کال کی د توپ توږلو په قضیه کي دښکیلتیا له امله ونه لوبید. وارنر تیر کال یوځل بیا حیدرآباد لوبډلي ته راستون سو مګر داچي ۲۰۱۸ کال کي ویلیمسن لوبډل مشر و نو حیدرآباد لوبډلي یوځل بیا کین ویلیمسن لوبډل مشر کړ او بونیشور کمار مرستیال لوبډل مشر و. کوم چي ۲۰۱۸ کال کي ویلیمسن خپله لوبډله تر پایلوبي رسولي وه. وارنر په یوه پیغام کی وویل: زه ډیر خوشحاله یم چی د راتلونکي ۲۰۲۰ کال IPL کي دخپلي لوبډلي مشري کوم او زه ډیر خوښ یم چي یوځل بیا دخپلي لوبډلي درهبرۍ فرصت ترلاسه کوم.
داغه رنګه هغه زیاته کړه” زه غواړم له کین او بوی څخه مننه وکړم چي هغوي تیرو څو کلونو کي لوبډله ښه رهبري کړه تاسو یو غوره دنده ترسره کړل. زه به ستاسو ملاتړ کوم او ستاسو لوبي به تعقیب کړم، او دخپلي اداري څخه هم مننه کوم چي یوځل بیایي په ما باور وکړ زه به خپله پوره پوره هڅه وکړم ترڅو دسږ کال جام وګټم.” وارنر د ۲۰۱۴ کال راهیسي د حیدراباد لوبډلي سره تریوځاي کیدو وروسته دي لوبډلي ته په خپل توپ وهني لوبي ګټلي دي. هغه په لومړي سیزن کي په ۱۴ لوبو کي په ۱۴۰،۸۰ سټرایک ریټ سره ۵۲۸ منډي جوړي کړي. هغه دراتلونکي کال لپاره بیا لوبډل مشر سو داسي څوک چي تاسو یي دتوپ وهني منډي حساب کړی.
وارنر په څلورو فصلونو کي دخپلي لوبډلي په ګټه ۵۶۲، ۸۴۸، ۶۴۲ او ۶۹۲ منډي جوړی کړي چي په ۲۰۱۵، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو کي یي په نارنجي کیپ سره جام پایته رسولی. (آی پی ایل کي نارنجي کیب هغو لوبغاړو ته ورکول کیږي چي مخکښ منډي جوړونکی، ویکټ اخستونکی، کیچ نیونکی وي). وارنر تر سوریش رینا، ویرات کوهلي او روهیت شرما وروسته څلورم لوبغاړئ دی چي په ټولو ټورنمنټونو کي ښه لوبیدلی دی. د ټام موډي له بریالۍ روزني وروسته به وارنر اوس د نوي سر روزونکي او د کلکتي نایټ رایډرز لپاره پخواني ګټونکي ټریور بایلیس سره په ۲۰۲۰ فصل کي ملګرتیا پیل کړي. حیدرآباد لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د دفاعی اتلي ممبی اینډینز خلاف داپریل په لومړۍ نیټه په خپل کوربه توب ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې