دلوبغاړو په اړه

فرهان یوسفزي ته د خطر زنګ!

راپور خیرالله پرهر؛ د افغانستان کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي نن په خپله یوه پریکړه کې د افغان ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی پیلیز لوبغاړی شهزاد محمدي د اتو میاشتو بندیز معاف کړ او د افغان ملي لوبډلې د تیز توپ اچونکي افتاب عالم د دوه میاشتو پاتې بندیز په اړه یې هیڅ کومه پریکړه ونه کړه .
د فرهان یوسفزي دغې پریکړې د کرکټ مینوالو او د کرکټ تبصره کوونکو احساسات راوپارولي د کرکټ بورډ د مشر یاده پریکړه یې د افتاب عالم سره ښکاره ظلم بللی.
بل خوا افتاب عالم هم ویلي ((چې د کرکټ بورډ دغه پریکړه زما سره ظلم دی…. هغه زیاتوي چې د شهزاد بندیز پر معاف کیدو خوشحاله شوم د شهزاد بیرته راتګ سره به افغان ملي لوبډله لا پیاوړي شي افتاب عالم زیاته کړه د کرکټ بورډ نوي مشر فرهان یوسفزي باید د شهزاد محمدي تر څنګ زما د دوه میاشتو بندیز هم معاف کړی وای .اوس تازه ګونګوسي دي که چیرې کرکټ بورډ د افتاب عالم د دوه میاشتو بندیز معاف نه کړي نو د کرکټ مینوالو تر څنګ به افتاب عالم هم خپل غږ اوچټ کړي او له کرکټ بورډ څخه به د خپل حق پوښتنه وکړي .دا په داسې حال کې ده چې څو ځله مخکې هم ځینو افغان لوبغاړو د کرکټ بورد پر ضد راولاړ شوي ول او د کرکټ بورډ مشران یې له دندو ګوښه کړي ول .پر شهزاد او افتاب عالم باندې دغه بندیزونه د کرکټ بورډ پخوانۍ ادارې مشر عزیزالله فضلي په وخت کې د 2019 پنځوس اوریزه نړیوال جام کې لګیدلي ول!

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې