نړیوال کریکټ

فاف ډوپلیسیس د راتلونکو لوبو څخه د سوېلي افریقا لوبډلې څخه کیښنول شوي

فاف ډوپلیسیس چې له لوبډلمشرۍ یې استعفا اعلان کړې ده، او پر ځای یې کوینټن ډیکاک لوبډلمشر ونومول شو. تازه د سوېلي افریقا کریکټ بورډ خپله پنځلس کسېزه لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې د کوینټن ډیکاک په مشرۍ اعلان کړې ده چې فاف ډوپلیسیس له سوېلي افریقا لوبډلې کیښنول شوي دی. او پر ځای یې کیشیو مهاراج شامل شوي دی.

ټاکل شوي ده چې د درې یو ورځینو لوبو لړۍ به راتلونکې فبرورۍ په ۲۹مه نیټه پیل شې چې د مارچ تر ۷مې نیټې پورې به دوام وکړي. لومړۍ شل اورېزه سیالۍ به په پاریل کې ترسره شي پداسې حال کې چې پاتې دوه نورې لوبې به بلیمفونټین او پوټفسټ روم کې ترسره شې.

په راتلونکې سیریز کې سیپملا، جانیمان ملان او کایل وریرین شامل دي، چې د انګلینډ پر وړاندې د یو ورځینیو سیالیو لپاره هم غوره شوی و خو لوبیدلی نه و.

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې مشر روزنکي مارک بوچر د لوبډلې جوړښت په اړه خبرې کولي. او پر وینا یې، چې دوی د ۲۰۲۳ کال پنځوس اورېز جام ته سترګې په لار دي، نو له همدې کبله دوی غواړي چې ځوانان په نړیواله کچه د اسټرالیا پر وړاندې و ازمویي.

باوچر پر وینا، چې فاف دوپلیسیس د دوی راتلونکو پلانونو کې شامل دی او ډېر ژر به په لوبډله کې شامل شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې