نړیوال کریکټ

سریلانکا یو ځل بیا وېسټ انډېز په ګونډو کړه

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې تېره ورځ دوېمه یو ورځنۍ سیالۍ کې په ۱۶۱ منډو وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یو ورځینو لوبو لړۍ یې وار دمخه په خپلې بریا سره سریلانکا پایته ورسوله خو د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ به یوه بله یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کېږي.

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر کېرون پولارډ د لوبې پچه وګټله، او لومړۍ یې د توپ اچونې پريکړه وکړه او سریلانکا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورنو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۵ منډي جوړي کړي او وېسټ انډېزۍ لوبډلې ته یې یو ستر هدف وټاکه.

وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې توپ وهوونکو د سریلانکا سپینرانو پر وړاندې ښه لوبه ترسره نه شوه کړله او د شاو خوا لسو اورنو په لوبولو سره یې ټوله لوبډله په ۱۸۴ منډو وسوځېده.

خو د لوبې غوره لوبغاړی فرناندو ونومول شو، چې سریلانکا پر وړاندې یې خطرناکه توپ اچونه ترسره کړله.

له دې وړاندې کوربه سریلانکا لومړۍ یو ورځنۍ لوبه تېره شنبه د وېسټ انډېز څخه په یوه منډه وګټله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې