نړیوال کریکټ

اسټرالیا سویلي افریقا ته پخپل کورکي ماتي ورکړي

اسټرالوۍ لوبډله د درو شل اوریزو او درو پنځوس اوریزو لوبو لپاره سویلي افریقا ته تللي چي دشل اوریزو لوبو لړۍ ۱-۲ اسټرالیا وګټل. لومړۍ لوبه په ۱۰۷ منډو اسټرالیا لوبډلي وګټل، دوهمه لوبه چي تر ډیره داسي بریښیده چي اسټرالیا به یي وګټي مګر برعکس وروستي اور کي په ۱۲ منډو سویلي افریقا وګټل او وروستۍ او فاینل لوبه پرون ترسره سول. دلوبي پچه سویلی افریقا لوبډلي وګټل او دتوپ اچوني پریکړه یي وکړل چي اسټرالوۍ لوبډلي د وارنر او فنچ د نیمه سلیزو په مټ سویلی افریقا ته ۱۹۳ منډي هدف وټاکه. چي وارنر او فنچ په ترتیب سره ۵۷ او ۵۵ منډي او سټیو سمیت ۳۰ ناسوځیدلي منډي جوړي کړي او سویلي افریقا ته ټولو توپ اچونکو یوه یوه ویکټ ترلاسه کړل.

دیاد هدف ترلاسه کولو لپاره سویلي افریقا لوبډلي لوبه پیل کړل چي دخرابي توپ وهني له امله یي په ۱۵،۳ اورونو کي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یواځي ۹۶ منډي جوړي او لوبه یي په ۹۷ منډو بایلوده. سویلي افریقا ته وان ډر ډوزن ۲۴ او کلیزن ۲۲ منډي جوړي کړي. په اسټرالوي توپ اچونکو کي سټارک او اګر ۳-۳ او ادم زمپا ۲ لوبغاړي وسوځول. پدي بریا سره سریز ۱-۲ داسټرالیاپه ګټه پایته ورسید. دلوبي غوره لوبغاړئ میچل سټارک او دسریز غوره لوبغاړئ ایرون فنچ ونومول سو. داد سویلي افریقا دوهم شل اوریز سریز دی چي پخپل کوربه توب یي بایلي مخکي له دي یي پر انګلستانۍ لوبډلي هم لوبي بایللي وي.
ددی دواړو لوبډلو ترمنځ پنځوس اوریزي لوبي د فبرورۍ په نهه ویشتمه پیلیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې