
ژی ریچارډسن د سوېلي افریقا خلاف یو ورځینو لوبو ته راستون شو
د اسټرالیا کریکټ بورډ تایید کړې ده چې د ژي ریچارډ سن به د سوېلي افریقا پر وړاندې راتلونکې درې یو ورځینو لوبو کې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې برخه وې. ریچارډ سن چې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې څخه لرې پاتې شوې وه یو ځل بیا چانس ورکړل شوي دی چې په اسټرالیا لوبډله کې ولوبېږي.
ټیور هوسنز پر وینا: ” ژي په استثنايي ډول ښه لوبه کوي ، لکه څنګه چې موږ د بیګ باش په اوږدو کې ولیدل. مونږ ډېر نیکمرغه یو چې تېز بالران لرو. هوسنز هیله لري چې ریچارډسن به ښه سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.”
د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ به لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د فبرورۍ په ۲۹مه نیټه په بلیمفونټین کې ترسره شې او پاتې دوه سیالۍ به یې په پوچیسټروم کې ترسره شې چې د مارچ تر ۷مې نیټې پورې به دوام ومومي.
د اسټرالیا کریکټ لوبډلې نوملړ د نیوزیلینډ خلاف: آرون فنچ (لوبډلمشر) ، اشټون اګر ، الیکس کیري (ویکټ کیپر) ، پیټ کمیسز (ویکټ کیپر) ، جوش هزلی ووډ ، مارنس لیبشوچین ، مچل مارش ، کین ریچارډسن ، سټیون سمیت ، ډی آرسي شارټ ، مچل سټارک ، میتیو ویډ ، ډیویډ وارنر ، اډم زمپا.