دلوبغاړو په اړه

پر ملي لوبغاړي محمد شهزاد لګول شوی بندیز لرې کړل شو

د افغان کرکټ پیاوړی لوبغاړی محمد شهزاد د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز کال په اګست میاشت کې د ادارې له اصولو د سرغړونې له امله د یوه کال لپاره د هر ډول کرکټ له بندیز سره مخ شوی و چې د شا وخوا اوو میاشتو له تېرېدو وروسته پر نوموړي لګول شوی بندیز لرې کړل شو.
شهزاد وایي: د بندیز تر ختمیدو وروسته پوره اماده دی چې بیرته کرکټ ته راشي، د شهزاد محمدي بندیز د راتلونکي جون میاشتې پر 23 تاریخ ختمیږي، خو کرکټ بورډ بیا وایي چې د بندیز له ختمیدو وروسته به د شهزاد کارکردګۍ کتل کیږي، که چیرې کارکردګي یې ښه وه نو ده ته به په راتلونکي نړیوال شل اوریز جام او ایشیا کپ کې د لوبیدو حق ورکړل شي!

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې