دلوبغاړو په اړه

ویسټ انډیز کرکیټ بورډ د دوو لوبغاړو توپ اچونه وځنډول

دویسټ انډیز کرکټ بورډ دجمیکا آف سپین اضافی توپ اچونکی جان کمپبل( چاچي تیر کال دویسټ انډیز لپاره په دریو فارمټونو کي لوبه پیل کړه) او پیټ سلمون چي کورني کرکټ کي لوبیدی د توپ اچوني خراب انداز له امله له توپ اچوني منع سول. CWI تایید کړه چې د لوبربورګ پوهنتون د خپلواک ارزونکو راپورونو وموندله چې د دواړو توپ اچونکو کړنې د جواز له حد څخه 15 درجې ډیرې دي. کیمپبل او سالمون به تر هغه پورې ځنډیدلي وي تر څو چې د دوی کړنې قانوني وبلل سي یا د لوبربورګ پوهنتون تر کتني او راپور وروسته اویا د ازموینې مرکز لخوا ترڅیړني وروسته د بورډ د مقرراتو سره سم د توپ اچوني اجازه ترلاسه کړي. دوی دواړه به د جمیکا لخوا تر نظارت لاندی وي او دوی کولای سي د خپل عمل له تعدیل وروسته د بیا ارزونې غوښتنه وکړي. د کیمبل د توپ اچوني راپور هغه وخت ورکول سو کله چي د تیري میاشتي په پیل کي د ټرینیډاډ اوټوبیګو خلاف توپ اچونه کول. نوموړي ۱۹ اورونو کي ۵۴ منډي ورکړي وي او یو لوبغاړئ یي سوځولی و. اودسالمن راپور هغه وخت ورکول سو کله چي هغه په خپله لومړۍ فرسټ کلاس لوبه کي د ګیانا او جمیکا ترمنځ چي په ګیانا کی ترسره کیدل په څلورم راونډ کي یي توپ اچونه مشکوکه وبلل سوه. دهغه توپ اچونه خورا په زړه پوري وه ځکه هماغه لوبه کي سالمن ۸ لوبغاړي وسوځول اولوبه یي په ۷ منډو وګټل چي دلوبي غوره لوبغاړۍ ونومول سو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې