لیګونه

اي پي ایل لوبډلو د خپلو تمریناتې کمپ پرانیستلو خبر ورکړ

د هند تجارتې لیګ چې په شل اورېزو لوبو کې تر ټولو یو مخکښ لیګ دی. او تر دې دمه پکې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه پیاوړي لوبغاړي پېرل شوي دي او پکې لوبېږي.

د کریکټ یوې معلوماتې وېبپاڼي خبر ورکړی دی چې راجستان رایلز لوبډله به د فبرورۍ له ۲۷ مې نیټې څخه تر ۲۹ مې نیټې پورې درې ورځنې تمرینات ترسره کړي.

همدغه راز چینای سوپر کېنګز لوبډلې هم د درې اونیو لپاره د تمریناتې کمپ تصدیق لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په دغه تمریناتې کمپ کې امباتي ریاډیو او سرېش رینا په څېر ورته پیاوړي لوبغاړي پکې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده چې چینای سوپر کېنګز لوبډله به د اېم اېس ډوهني په لوبډلمشرۍ د اي پي ایل ۱۳م پړاو سیالیو کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې پر وړاندې په ممبۍ وانخیدي کریکټ لوبغالي کې سیالۍ ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې