افغانستان کریکټ

هغه ریکارډونه چې افغانستان پر ایرلینډ جوړ دي!

ایرلېنډ د اوو کالو راهیسې افغانستان څخه شل اوریزه لوبه نده ګټلي! ضیا شریفی لومړي ځل لپاره نړېوال کرکټ پیل کړ، د لومړي ځل لپاره کرکټ ملي لوبډلې ته راغی! او د لومړۍ شل اوریزې سیالۍ پیل یې په نړېوالو وېکټو وکړ چې پکې د بریدګر بېټسمین پال سټېرلینګ وېکټ یې ترلاسه کړه، راشد خان نړېوال کرکټ وېکټو ریکارډ چې له پښتون لوبغاړي شاهدخان افریدي سره ؤ هغه یې مات کړ او په دې توګه یاد ریکارډ او ویاړ یې افغانستان ته وروبښه!ګوګلي راشد خان د دوهم ځل لپاره په نړېوالو شل اوریزو سیالیو کې سر په سر پنځه پنځه وېکټې اخلي. ګوګلي ماسټر د ایرلېنډ خلاف په 10 سیالیو کې 29 وېکټې واخيستې! راشد ارمان هېټریک هم وکړ، راشد خان ارمان په 38 نړېوالو شل اوریزو سیالیو کې 75 وېکټې پوره کړې. راشد خان په نړېوال کرکټ کې لومړۍ نوم لري! افغانستان د ایرلېنډ خلاف وایټ واش وکړ( کلین سویف) افغانستان پرلپسې لسمه شل اوریزه لوبه هم وګټله! افغانستان په 2019 کال کې سر په سرد دریو شل اوریزو سیالیو پيل په بریا وکړ!

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې