
مایکل وان د اي سي سي ښځینه شل اورېز جام ګټونکي لوبډله اعلانوي
د اي سي سي ۲۰۲۰ کال شل اورېز ښځینه نړیوال جام په اسټرالیا کې پیل شوي دی. د اسټرالیا او هند کریکټ ښځینه لوبډلې ممکن د دغه جام ګټونکي لوبډلې شې.
په هر حال د کریکټ ډیری تکړه او پیاوړي لوبغاړي اوس د دې ټورنمنټ پر هغو لوبډلو اټکلونه کوي چې د دوی پر وینا ممکن د اي سي سي ښځینه شل اورېز جام ګټونکي لوبډله شي، د اسټرالیایي بریټ لي وروسته د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر مایکل وان هم د ټورنمنټ ګټونکي لوبډلې وړاندوینه کړې ده.
د یادولو وړ ده چې، د ټورنمنټ لومړۍ لوبه د اسټرالیا او هند ښځینه کریکټ لوبډلو پر لوبې پیل شوه، چې هند ښځینه لوبډلې دغه لوبه پر ۱۷ منډو له کوربه اسټرالیا وګټله. پونم یادو د ۴ لوبغاړو په سوځولو او د ۱۹ منډو په ورکولو سره د ټورنمنټ غوره لوبغاړی شو.
مایکل وان د ګټونکي وړاندوینه وکړه
د انګلیستان پخواني کپتان مایکل وان د ۲۰۲۰ ښځینه شل اورېز جام ګټونکي لوبډله اعلان کړه. د وان پر وینا، چې د ښځینه شل اورېز جام ګټونکي لوبډله به کوربه اسټرالیا وي.
هند ښځینه لوبډله چې د هارمنپریت کور لخوا رهبري کېږي تېره ورځ یې خپله دویمه لوبه د بنګله دېش ښځینه لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه، چې د لوبې پچه بنکله دېش ښځینه لوبډلې وګټله او لومړۍ یې توپ اچونې پریکړه وکړه. چې د هند ښځینه لوبډلې ښه پیل نه درلود او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۴۲ منډي وکړي.