ولایتي سیالۍ

رسنیز ټورنمینټ پنځم پړاو کې هیلوکاروان اتلانو دوهمه بریا ترلاسه کړه او سیمي فاینل ته یې لاره پیداکړه!

رسنیو ترمنځ روان ټورنمینټ لسمه لوبه کې هیلوکاروان راډیو لوبډلې غرغښت راډیو تلویزون لوبډلې ته ماتې ورکړه، دلوبې پچه دغرغښت راډیو تلویزون لوبډلې وګټله اوپه خپله یې دبیټینګ کولو پریکړه وکړه غرغښت راډیو تلویزون لوبډلې پوره څورلسو اورونو کې هیلوکاروان راډیو لوبډلې ته 150منډو ستر هدف ورکړ، هیلوکاروان لوبډلې لپاره په بالینګ کې کپتان طایب احسان بهترینه بالینګ ترسره کړو درې مهمې ویکټې یې ترلاسه کړې دغه 150ستر هدف لپاره هیلوکاروان اتلان دبیټینګ لپاره راښکته شول چې حلیم مندوزی 45زیاتې منډې ترلاسه کړې. یاد هدف هیلوکاروان راډیو لوبډلې دلوبې په وروستي بال دپنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړو.
کاروان اتلانو لوبډلې کپتان طایب احسان دلوبې غوره لوبغاړی اعلان شوو، هیلوکاروان اتلان به راتلونکي لوبه د ازمون خلاف ترسره کوي کومه لوبډله چې لوبه ګټي د ټورنمینټ پایلوبې ته به رسیږي. دټورنمینټ تر ټولو بهترینه زړه راښکونکي لوبه نن لوبه کیدلی شي په داسې حال کې چې په دریو بالو اته منډې پکار وې خو دکاروان اتلانو لپاره اخترځلاند او رحمني دغه منډې ترلاسه کړې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې