دلوبغاړو په اړهلیګونه

د IPL په تاریخ کې کرېس ګېل تر ټولو غوره توپ وهوونکی دی

د هند غوره لیګ چې د نړۍ په کچه تر ټولو لوی ۲۰ اورېز لیګ دی چې پکې هندي لوبغاړو سربیره بهرني لوبغاړي برخه اخلي او لوبېږي هر مسلکي کریکټر په خپل ژوند کې یو ځل د اي پي ایل لیګ په سیالیو کې د لوبېدو خوبونه ګوري. دا څرګنده ده چې په دې لیګ کې تل پیاوړي لوبغاړي لوبېږي. د کریکټ یوې مشهورې وېبپاڼې خبر ورکړی دی چې پکې یې پنځه لوبغاړي په ډاګه کړې دي چې په اي پي ایل لوبو کې غوره لوبغاړي دي چې پکې لومړی کرېس ګېل نومول شوی دی.

۱- کرېس ګېل

کرېس ګېل د وېسټ انډز کریکټ ملي لوبډلې یو بې رحمه توپ وهوونکی دی چې تل یې په خپلې بریدګري توپ وهنې پر مټ خپله لوبډله تر بریا رسولي ده. کرېس ګېل د اي پي ایل لومړیو څخه د ټورنامنټ برخه دی. او ښه ریکارډونه لري نوموړي په یوه سیالۍ کې ۱۷۵ ناسوځیدلې منډي جوړي کړي وي چې دا د هغه له لوري یوه بریدګره توپ وهنه وه او له همدې کبله نوموړی په اي پي ایل کې تر نورو لوبغاړو غوره لوبغاړی دی. کرېس ګېل تر دې دمه په اي پي ایل لوبو کې کلکتې ناېټ راېډرز، رائل چلېنجرز بنګلور او په دې وروستیو کې د کېنګز الېون پنجاب لپاره سیالۍ ترسره کوي. په ټوله کې هغه ۱۲۵ لوبې ترسره کړي دي چې پکې یې ۴۴۸۴ منډي د ۲۸ نیمه سلیزو او د شپږو سلیزو پر مرسته جوړي کړي دي. نو له همدې کبله هغه په هند غوره لیګ تاریخ کې لومړی نمبر توپ وهوونکی نومول شوی.

۲- وېرات کوهلي

وېرات کوهلي چې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر هم دی او هغه د رنز (منډو) ماشین په توګه پېژندل کېږي هغه نه یوازې په اي پي ایل کې غوره لوبغاړی دی بلکې نوموړی د نړۍ په کچه هم یو ښه لوبغاړی دی او زیات شمېر مینه وال لري. په هند غوره لیګ کې کوهلي د رائل چلېنجرز لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه لري. وېرات کوهلي په ۲۰۱۶ کال کې ښه سیالۍ ترسره کړې وه په کوم کې چې کوهلي د ۱۶ لوبو په ترسره کولو سره ۶۴۰ منډي جوړي کړي وي. د کرېس ګېل وروسته کوهلي د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو لیست کې دوهم مقام لري.

۳- ډویډ وارنر

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهوونکی ډویډ وارنر په اي پي ایل تاریخ کې د غوره توپ وهوونکو یا ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په لیست کې دریم نوم لري. دغه ۳۳ کلن لوبغاړي د سنراېرز حېدراباد لوبډلې لپاره ښه سیالۍ نندارې ته وړاندې کړې نو له همدې کبله نوموړی د اي پي ایل په تاریخ کې دریم نمبر توپ وهوونکی دی.

۴- سرېش رینا

سرېش رینا چې په مېډل ارډر کې د هندې لوبډلې یو له غوره او پیاړو لوبغاړو څخه دی او په اي پي ایل لیګ کې یو له پېژندل شويو لوبغاړو څخه دی. رینا له پیل څخه د چینای سوپر کېنګز لوبډلې برخه دی هغه په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۸ کې د چینای لپاره په بریا کې مهم رول ولوبوه. نوموړی په اي پي ایل لیګ کې لومړی هندې لوبغاړی وشمېرل شو چې ۵۰۰۰ منډي وکړي. دا مهال رینا په ۱۹۳ سیالیو کې د ۳۸ نیمه سیلزو پر مټ ۵۳۶۸ منډي جوړي کړي دي. خو په دې وروستیو کې زیات شمېر لوبغاړي فکر کوي چې رینا ممکن نور اي پي ایل لیګ کې ونه لوبېږي خو د وېبپاڼي پر وینا چې نوموړي به اي پي ایل لیګ کې لوبېږي او خپلې سیالۍ به جاري ساتي.

۵- روهېت شرما

روهېت شرما چې د هند کریکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی دی. او د اي پي ایل په تاریخ کې یو له مشهورو توپ وهوونکو څخه شمېرل کېږي. له وېرات کوهلي او سرېش رینا وروسته هغه دریم هندې لوبغاړی دی چې په اي پي ایل تاریخ کې ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په ليست کې شامل دی. په ۱۸۸ لوبو کې شرما د ۳۶ نیمه سلیزو په ګډون ۴۸۹۸ منډي جوړي کړي دي. په ورته وخت کې د روهېت شرما په مشرۍ د مبمۍ انډیانز لوبډلې د تېر ۲۰۱۹ کال اي پي ایل لیګ اتلولي ترلاسه کړې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې